مزارشريف (پژواک ٧ سلواغه ۹۲): د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ د ادارې (نى) مسوولين وايي، چې په روان زېږديز کال کې په هېواد کې ۳۰ سلنه رسنۍ د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۷مه د نى دفتر د مسوولينو او د دغه ولايت د خبريالانو تر منځ په ګډه ناسته کې د خبريالانو پر ستونزو او د رسنيو پر فعاليتونو خبرې وشوې.
په افغانستان کې د نى دفتر اجرائيوي رييس مجيب خلوتګر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په افغانستان کې د رسنيو د مالي ملاتړ کچه د تېرو کلونو په پرتله خورا کمه شوې ده.
نوموړي زياته کړه، دمګړۍ په هېواد کې شاوخوا ۵۰۰ ازادې رسنۍ فعاليت کوي؛ که چېرې د مالي ملاتړ سرچينې ونه مومي، نو لرې نه ده چې د روان زېږديز کال تر پايه به ۳۰ سلنه رسنۍ له فعاليت څخه پاتې شي.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې پر رسنيو بېلابېل ډول فشارونه هم زيات شوي، چې ښه بېلګه يې په وروستيو دوو اونيو کې د دوو خبريالانو وژنه ده.
خلوتګر وويل: ((په هلمند کې د نيويارک ټايمز او د بست اژانس خبريال په بده توګه ووژل شو او همداراز په کابل کې د يوې ازادۍ رسنۍ خبريال هم ووژل شو.))
ده زياته کړه، د ۲۰۱۲ زېږديز کال په پرتله په ۲۰۱۳زېږديز کال کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالي کې خورا زياتوالی راغلی دی.
د هغه په خبره، په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې په ټول هېواد کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۷۹ پېښې ثبت شوې، چې درې يې د وژنې، ۶ يې د نيولو او پاتې يې د فزيکي او لفظي تاوتريخوالي پېښې دي.
خلوتګر وويل، د ۲۰۱۳ کال په پرتله د خبريالانو د وژنو په برخه کې ۵۰ سلنه زياتوالی، د نيولو په برخه کې ۱۰۰ سلنه زياتوالی، د فريکي تاوتريخوالي په برخه کې ۳۲ سلنه زياتوالی راغلی؛ خو د لفظي تاوتريخوالي په برخه کې ۲۳ سلنه کموالی راغلی دی.
نوموړى وايي، پر خبريالانو د تاوتريخوالي تر ټولو ستر لامل په نظام کې د فساد شتون دی، چې دولتي چارواکي يې پر وړاندې نيوکې نه شي زغملی.
همداراز د اطلاعاتو د لاسته راوړلو د قانون نشتوالی، نا امني او ځيني مهال د خبريالانو غير مسلکي چلند هم د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل ګرځي.
د هغه په وينا، که چېرې په راتلونکو ټاکنو پورې د رسنيو په حالاتو کې بدلون رانه شي، نو ښايي د ټاکنو پر روڼتيا باندې منفي اغېز وکړي.
خلوتګر وويل، د امنيت ستونزه، د دولتي چارواکو فشارونه، د رسنيو د مشرتابه فشارونه، هغه ستونزې دي، چې ممکن د ټاکنو په اوږدو کې خبريالان له خود سانسورۍ سره مخ شي.
نوموړي زياته کړه، د ياد ستونزو د حل په موخه بايد د خبريالانو همغږي او د سترو رسنيو همغږي را پيدا شي او همداراز د رسنيو د مالي ستونزو د حل په موخه بايد دولت له رسنيو سره مرسته وکړي.
د شمال د خبريالانو مشر ګلاب شاه باور وويل، چې په شمال کې هم د خبريالانو حالات د هېواد له نورو برخو سره کوم ځانګړی توپير نه لري.
نوموړي زياته کړه، لا هم په شمال کې د سيمه ييزو ادارو اړوند داسې سوژې شته، چې بايد پرده ترې پورته کړای شي؛ خو خبريالان ورته زړه نه شي ښه کولی.
د هغه په وينا، دلته هم خبريالان د بېلابېلو لاملونو له امله په خودسانسوري کې ژوند کوي.
د پيام افتاب ويب پاڼې خبريال حبيب نجفي زاده پژواک ته وويل، چې په شمال کې هم خبريالان له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، خبريالان د زورواکو او د دولتي کسانو له خوا د نا امنۍ له فشارونو سره مخ دي، چې له همدې امله خپلې دندې په سمه توګه نه شي ترسره کولی.