کابل (پژواک ٧ سلواغه ٩٢): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) د ولايتي شوراګانو د ښځينه کانديدانو پر وړاندې له امنيتي ګواښونو اندېښنه څرګندوي او وايي چې دا کانديدانې د نوم ليکنې پر مهال هم له بېلابېلو ګواښونو سره مخ وې.
د فيفا له لوري په يوه نوي خپاره شوي راپور کې راغلي چې د ولايتي شوراګانو ګڼ شمېر کانديدانې د نوم ثبتولو پر مهال له توپيري چلند سره مخامخ شوې وې.
د دغه بنسټ چارواکي وايي، چې د تېر ميلادي کال له اکتوبر څخه د ډسمبر تر ٢١مې يې په ٣٤ ولايتونو کې سياسي حقونو ته د ښځو د لاسرسي په اړه يوه ارزونه کړې ده.
فيفا په دې ارزونه کې د ولايتي شوراګانو د ۳۳۴ ښځينه نوماندانو له ډلې، له ۲۷۲ سره خبرې کړې دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې کانديدانې د وسله والو مخالفينو او نارينه کانديدانو له خوا ګواښل شوې او د ديني عالمانو، قومي مشرانو او د ټاکنو د کمېسيون د چارواکو له خوا له توپيري چلند سره مخ شوې دي.
د فيفا د ښځو چارو د برخې مسوولې مرضيې فراز په کابل کې په يوه خبري ناسته کې، توپيري چلند، وېرول، امنيتي ننګونې، له ځينو کانديدانو د دولتي ځواکونو او د ټاکنو د کمېسيون د چارواکو پلوي د لويو ننګونو په توګه يادې کړې.
مرضيې وويل، چې دغه ګواښونه تر ډېره د افغانستان په سوېل او ختيځو ولايتونو کې موجود وو، خو ښځينه کانديدانې د هېواد په شمالي ولايتونو کې د نارينه وو کانديدانو له رقابت سره مخ وې.
هغې وويل، د دوى ارزونه ښيي چې يو شمېر امنيتي چارواکي په ځينو سيمو کې بې پرې نه وو.
فيفا همداراز د ولايتي شوراګانو د ښځينه کانديدانو پر وړاندې له امنيتي ګواښونو هم اندېښنه څرګنده کړه.
د فيفا وياند محمد فهيم نعيمي وويل، چې د دوى په نوې ارزونه کې د ٢٧٢ ښځينه کانديدانو له ډلې ٦٧ يې دوى ته ويلي چې له امنيتي ستونزو سره مخې دي.
نعيمي د کورنيو چارو له وزارته وغوښتل چې د دغو کانديدانو د ساتنې لپاره امنيتي محافظين وټاکي او دغه راز د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د هغوى د شکايتونو څېړلو ته لومړيتوب ورکړي.
د فيفا وياند زياته کړه، چې دوى له حج او اوقافو وزارته غوښتي چې د يو شمېر ملا امامانو د هغه تبليغ مخه ونيسي چې په ټاکنو کې يې د ښځينه نوماندانو د ګډون پر ضد کوي.
سره له دې چې د کورنيو چارو وزارت د کانديدانو د خونديتوب لپاره د ځينو تياريو خبره کوي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دوى به وکولى شي د کمپاينونو پر مهال د کانديدانو امنيت وساتي کنه.
د ولسمشرۍ لپاره د کانديدانو په ډله کې ښځه نشته، خو د ولايتي شوراګانو د څه باندې ٢٧٠٠ نوماندانو په ډله کې ۳۳۴ ښځې دي.