ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستانى: کانديدان دې په کمپاين کې سالمه سيالي وکړي

author avatar
27 Jan 2014 - 08:08
author avatar
27 Jan 2014 - 08:08

کابل (پژواک ٧ سلواغه ٩٢): په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو مبارزو ته له يوې اونۍ کم وخت پاتې دى، د ټاکنو خپلواک کمېسيون له دغو کانديدانو غواړي چې خپلې مبارزې له اصولو او وضع شوې کړنلارې سره سمې وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس احمديوسف نورستاني دا غوښتنه په کابل کې د ولسمشرۍ له کانديدانو سره په يوه ګډه ناسته کې مطرح کړه.

دا په ټاکنو کې له ښکېلو بنسټونو سره د ټاکنو کمېسيون د ناستو په لړۍ کې دويمه ناسته ده، چې د نوروستاني په خبره، د ولسمشرۍ له کانديدانو او مرستيالانو سره د همغږۍ په موخه ترسره کېږي.

نورستاني له کانديدانو وغوښتل، چې د نن (دوشنبې) ورځې په ناسته کې خپل وړانديزونه او رغنده نظرونه د ټاکنو د روڼوالي، مشروعيت، امنيت او دولتي چارواکو د لاسوهنې د مخنيوي په اړه  د ټاکنو کمېسيون ته وړاندې کړي.

نورستاني وويل، چې د ټاکنو کمېسيون د رڼو، عادلانه او ټول شموله ټاکنو د ترسره کولو لپاره د کانديدانو وړانديزونه له دولتي چارواکو سره شريکوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس له کانديدانو غواړي، چې په خپلو ټاکنيزو مبارزو کې، چې په نږدې راتلونکې کې پيلېږي، ټول ټاکنيز اصول او قوانين په نظر کې ونيسي.

نورستاني وويل: ((د ولسمشرۍ ښاغلو کانديدانو! ستاسې د ټاکنيزو مبارزو لپاره ٥ ورځې وخت پاتې دى. موږ له تاسې تمه لرو، چې خپل ټاکنيز کمپاينونه د وضع شوو اصولو او کړنلارو له مخې خپلې سيالۍ په يوه سالمه فضا کې ترسره کړئ.))

د دغه کمېسيون رييس همدارنګه په ټاکنيزو کمپاينونو کې د مالي لګښتونو په اړه روڼتيا د ټاکنيز بهير د روڼوالي يوه برخه وګڼله او له کانديدانو يې وغوښتل، چې دا دې له ياده نه باسي.

نورستاني له کانديدانو وغوښتل، چې د سالمو ټاکنيزو مبارزو او د مالي لګښتونو روڼتيا ته ژمن شي.

د ټاکنو قانون له مخې، د ولسمشرۍ کانديدان کولى شي چې په خپلو ټاکنيزو مبارزو کې، چې د روانې مياشتې (سلواغې) په ١٣مه نېټه پيلېږي او تر دوو مياشتو به دوام ولري، تر لس ميليونه افغانيو پورې ولګوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا رييس ضياء الحق امرخېل وويل، چې دوى  کانديدانو په ټاکنيزو کمپاينونو کې د دغو پيسو د لګښت لپاره ځانګړى ميکانيزم را منځته کړى، چې له مخې  له کانديدانو غوښتل شوي، چې د خپلو لګښتونو راپور دې کمېسيون ته وړاندې کړي.

د ټاکنو کمېسيون رييس د ولسمشرۍ کانديدانو ته هم ډاډ ورکړى، چې دا بنسټ د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو لپاره د هغو پر خپل وخت ژمن دى.))

نورستاني د ټاکنو د ترسره کېدو پروسه ګرانه وبلله او ويې ويل، دغه کمېسيون نه شي کولى، چې ټاکنې په يواځې ځان په ښه ډول ترسره کړي.

نوموړي د ښکېلو بنسټونو، حکومت، د افغانستان خلکو، مدني ټولنې بنسټونو، سياسي ګوندونو او کانديدانو رول هم د رڼو ټاکنو په ترسراوي کې  اړين او ټول شموله وباله.

نورستاني وويل، تر اوسه چې د ټاکنو ترسره کېدو ته ٦٧ ورځې پاتې دي، د ټاکنو کمېسيون کارونه په سم ډول له ټاکل شوي مهالوېش سره وړاندې ځي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس يو ځل بيا د ټاکنو په ترسره کېدو کې  د دغه بنسټ په بې پرې والي ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه: ((تاسې ښاغلو کانديدانو ته په پوره ډاډ سره ويلى شم، چې تر اوسه پورې زموږ ټول اجراات په بشپړ ډول بې پرې او خپلواک وو، په راتلونکي کې به هم همداسې کېږي. موږ هېڅ يوه بنسټ او فرد ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ په چارو کې په مستقيم او غير مستقيم ډول لاسوهنه وکړي.))

ولسمشر حامد کزري هم په ټاکنو کې د دولتي چارواکو پر نه لاسوهنه ټينګار کړى او له حکومتي چارواکو يې غوښتنه کړې، چې د خپل تر لاس لاندې صلاحيتونه او امکانات د يوه کانديد په ګټه او زيان هم ونه کاروي.

خو له دې سره سره د ولسمشرۍ رياست ډاډ د ولسمشرۍ رياست د ځينو کانديدانو ډاډ نه دى حاصل کړى.

د ولسمشرۍ يو کانديد محمد نادر نعيم وايي، ور رسېدلي راپورونه څرګندوي، چې ځينو دولتي چارواکو د مشخصو کانديدانو په ګټه خپلې هڅې پيل کړې، خو نوموړي د چا نوم وانه خيست.

نعيم وويل، چې دا موضوع به نن د ټاکنو له کمېسيون سره د همغږۍ په ناسته هم مطرح کړي، څو د حکومتي چارواکو لکه واليانو، امنيه قوماندانانو  او نورو د دا ډول هڅو مخه ونيول شي.

نوموړي زياته کړه: ((مهمه خبره دا ده، چې ټاکنې بايد مشروعيت ولري، مشروعيت هغه وخت لرلى شي، چې روڼتيا په کې وي. کله چې په دې پروسه کې  دولتي چارواکي لاسوهنه وکړي، نو ښکاره ده، چې مشروعيت او روڼتيا تر پوښتنې لاندې راځي.))

هغه همدارنګه له کمېسيونه وغوښتل، چې په ټاکنيزو مبارزو کې د کانديدانو د پيسو په کارونه  څارنه ولري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.