Language

کاپيسا کې يو تن د شخصي دښمنۍ له امله ووژل شو

محمودراقي (پژواک ٧ سلواغه ٩٢): نن د کاپيسا په لومړۍ حصه ولسوالۍ کې يو تن د شخصي د ښمۍ له امله وژل شوى ، چې په دې سره په روان کال کې په دې ولسوالۍ کې د دا ډول وژنو شمېر لسو ته ورسېد.

د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمدانور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ٨ بجې د دې ولسوالۍ د سنجن سيمې اوسېدونکي مشکوخان د خان شېرين په نوم له خپل ګاونډي سره لومړى لفظي شخړه کړې او بيا يې د کلاشينکوف پر ډزو خان شېرين وژلى او د هغه مېرمن يې ټپي کړې ده.

د ده په وينا، ټپې شوې مېرمن د همدې ولسوالۍ کلينيک ته د درملنې لپاره لېږدول شوې او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى .

هغه وويل، چې مشکوخان تښتېدلى، خو پوليس يې د نيولو په هڅه کې دي.

د سيمې يو اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي هم وايي، چې د مشکوخان او خان شېرين تر منځ د هغوى د کورونو تر مخېې لفظي شخړه وشوه او وروسته مشکوخان، خان شېرين پر ډزو وواژه او مېرمن يې ور ټپي کړه.

امنيه قوماندان وايي، چې دغه شخړه او له امله يې رامنځته شوې مرګ ژوبله د يادو کورنيو تر منځ د پخوانۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده .

د هغه په وينا، يادو کورنيو شاوخوا شل کاله مخکې حقوقي دعوه لرله، چې له امله يې د خان شېرين د کورنۍ يو غړي د مشکوخان د کورنۍ يو غړى وژلى و.

د ولسوالۍ د چارواکو د معلوماتو له مخې، د خان شېرين په وژل کېدو سره په دې ولسوالۍ کې په روان کال کې د شخصيو دښمنيو له امله د وژل شوو کسانو شمېر لسو ته ورسېد.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.