غزني ښار (پژواک ۸ سلواغه ۹۲): په غزني کې د(FRD) موسسې او مدني ټولنوله لوري د ټاکڼو په اړه جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ټاکنو په اړه دې د لرې پرتو سيمو د خلکو پوهاوى زيات کړاى شي.
دوى د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه غوښتنه وکړه، چې خلکو ته د ټاکنو په اړه پوهاى ورکړي او د انتخاب په اهميت يې پوه کړي.
د اېف ار ټي موسسې مسوول فروتن کامران وايي،که د غزني د لرې پرتو سيمو خلکو ته د ټاکنو په اړه پوهاوى ور نه کړل شي، نو په ټاکنو کې به د خلکو ونډه کمه وي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی وحيدالله ، چې په دې غوڼده کې يې ګډون کړی و، پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله يې د ټاکنو د نېټې او د کانديدانو د انتخاب په اړه هېڅ معلومات نه لرل.
د ده په وينا، که خلکو ته د ټاکنو په اړه معلومات ور نه کړل شي، رايه به يې بې ځايه ولاړه شي او کېداى شي کانديدان خلکو ته غلط پوهاوى ورکړي او رايه يې د ځان په ګټه وکاروي.
د دې غونډه يوه برخواله فرزانه هم وايي، چې په ميليونونو پيسې لګول کېږي، خو خلکو ته پوهاى نه ورکول کېږي.
د اېف ار ډي موسسې مسوولين وايي، چې په تېره يوه مياشت کې د هېواد په څو ولايتونو کې شاوخوا ٦٠٠ کسانو ته ، چې د مدني ټولنو استازي او قومي مشران په کې شامل وو، پوهاوى ورکړى دى.
دغه موسسه په پام کې لري د ټاکنو تر را رسېدو مخکې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ورته غونډې جوړې کړي او خلک د ټاکنو په اهميت پوه کړي.
په غزني کې د ټاکنو د کمېسيون استازى شاه جهان سروري د دې ډول غونډو جوړول ګټور بولي او زياته يې کړه، چې د ټاکنو د کمېسيون له لوري ٧٠ تنه ټاکلي تر څو په سيمو کې خلکو ته پوهاوى ورکړي.
د نوموړي په وينا، دغه کسان به ولسواليو ته سفرونه کوي او خلکو ته به د ټاکنو په اړه معلومات ورکوي، دغه راز به په مرکز کې د عامه پوهاوي په اړه غونډې جوړوي.