لښکرګاه (پژواک ۸ سلواغه ۹۲): د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې يو ځانمرګى موخې تر رسېدو مخکې وژل شوى دى.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالا حد چوپان د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن دولس بجې د نادعلي ولسوالۍ د نورمحمد په نوم کلي کې يو ځانمرګى موخې ته تر رسېدو مخکې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د بريد کوونکي موخه د نادعلي ولسوالۍ د پوليسو قوماندان عمرجان و، چې بريدګر لومړى پر هغه ډزې وکړې او بيا يې ځان ته چاودنه هم ورکړه.
چوپان وايي، چې د نادعلي امنيه قوماندان له دغه بريده روغ وتلى دى.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.