غزني (پژواک ٩ سلواغه ٩٢): چارواکي وايي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د افغان او نړيوالو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ٢١ وسله وال وژل شوي دي.
د غزني د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال د سلواغې په ٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه عمليات له پرون راهيسې په بېلابېلو سيمو کې پيل شوي چې ناټو هوايي ملاتړ له ځان سره لري.
نوموړي زياته کړه، په مخامخ نښتو او هوايي بريد کې د وژل شوو وسله والو مړي، موټر سايکلونه او وسلې د جګړې په سيمه کې پاتې دي.
ديسيوال زياتوي، عمليات اوس هم روان دي او ښايي د مخالفينو د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم زيات شي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد هم دا مني چې په دغو عملياتو کې د دولت وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو ده يې شمېر ونه ښود.
د ده په خبره، چې ګډو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبر له مخې، يوې امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل، ورته ګډ عمليات د قره باغ په ولسوالۍ کې هم پيل شوي دي.
سرچينه زياتوي، د قره باغ په جګړه کې وسله والو ته ځاني زيان اوښتي خو شمېره يې په ګوته نه کړه.
سرچينه وايي، د قره باغ په عملياتو کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او دوه ټپيان دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د اندړو او قره باغ ولسواليو پېښې مني او وايي چې په اندړو کې هوايي بريد شوى خو دا نه ده ورته معلومه چې طالبان او که ملکي کسان په کې وژل شوي دي.
مجاهد زياتوي، په قره باغ کې د طالبانو او امنيتي ځواکو تر منځ نښته کې د دوى يو ملګرى ټپي شوى، امنيتي ځواکونو ته زيان اوښتى خو ده يې شمېره ونه ښوده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د ٢٠٣ تندر قول اردو چارواکو خبر ورکړى و، چې د راتلونکو ټول ټاکنو د خونديتوب لپاره د غزني په بېلابېلو سيمو کې عمليات پيلوي.