Language

د طالبانو مهم غړی مولانا عبدالله ذاکري په کویټه کې ووژل شو

کلات ( پژواک، ۹ سلواغه ۹۲ ) : د وسلوالو طالبانو مهم غړی مولانا عبدالله ذاکري د نامعلومو وسلوالو لخوا د پاکستان په کویټه ښار کې ووژل شو.

 

د زابل ولایت یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د سلواغې په ۹مه،  پژواک خبري اژانس ته وویل چې  مولانا ذاکري نن تر غرمې وروسته په دوه بجو د پاکستان د بلوچستان په مرکز کویټه ښار په داسې حال کې ووژل شو، چې له یوه جومات ځخه راوتلی و.

 

سرچینې زیاته کړې چې مولوي عبدالله ذاکري په طالبانو کی خورا مخور کس او د علماو د هغی شورا مشر و چی د طالبانو په پلوی فعالیت لري او د طالبانو له مشر ملامحمد عمر مجاهد سره یې نږدې اړیکې درلودې.

ملاعبدالله ذاکري د زابل د سیوري ولسوالی اوسیدونکی و او د ۸۴ کلونو په عمر کې وژل شوی دی.

 

ځینو ټولنیزو شبکو او ویب سایټونو کې هم د مولانا عبدالله ذاکري  وژل کیدو خبرونه خپاره شوي دي.

د هغه زوی عبدالکریم اغا هم دهغه وژل کیدل تایید کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په کویټه کې د وسلوالو طالبانو یو شمیر مهم غړي وژل شوي دي، خو وسلوالو څه موده مخکې دیوې اعلامیې په خپرولو سره یواځې دیوه عادي تن وژل کیدل تایید کړي وو.

وسلوالو طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو د مولانا ذاکري په وژل کیدو خواشيني څرګنده کړې ده.

د  طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې هغه د پاکستان په کویټه ښار کې وژل شوی دي.

هغه زیاته کړې چې مولانا عبدالله ذاکري دافغانستان یو وتلی علمي  او روحاني شخصیت ووچې په خپل ژوند کې یې دسترو دیني  خدمتونو په ترسره کولو سره په افغانستان او پاکستان کې  خورا زیات نیک شهرت موندلی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.