Language

غزني ښار (پژواک ۹ سلواغه ۹۲): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې ډېر ژر به ناوه ولسوالۍ له وسله والو مخالفينو څخه ونيسي.

ناوه چې د غزني ښار سوېل لوېديځ لور ته په نږدې ۱۷۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، له تېرو اتو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال محمدايوب سالنګي نن د سلواغې په نهمه، غزني کې يوې خبري ناستې ته وويل: ((تېره اونۍ د امنيت په شورا کې د غزني د ناوې ولسوالۍ په اړه خبرې وشوې، په همدې موخه دولت په دې اړه پلان جوړ کړى، ترڅو ډېر ژر دغه ولسوالۍ له وسله والو طالبانو څخه ونيسو.))

خو نوموړي د عملياتو د پيل کره نېټه په ډاګه نه کړه.

هغه زياته کړه،د دې ولسوالۍ له نيولو سره به سملاسي هلته د بيارغونې کارونه هم پيل کړي او په دې ولسوالۍ کې به امنيتي ځواکونه مېشت کړي.

د ده په خبره، دوى په پلان کې لري ،چې د دې ولسوالۍ د هغو اوسېدونکو لپاره، چې د رايې ورکولو کارتونه لري، يو شمېر مرکزونه دې ولسوالۍ ته نږدې پرانېزي، څو د دې ځاى خلک په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده وويل، چې امنيتي ځواکونه به د هوا په ګرمېدو سره د دې ولسوالۍ د نيولو عمليات پيل کړي.

د هغه په وينا، کله چې دغه ولسوالۍ ونيول شي، نو هلته به د ملي اردو او ملي پوليسو امنيتي پوستې جوړې کړي او دا پوستې به لکه د نورو ولسواليو په څېر د تل لپاره وي.

نوموړي وويل، دولت مخکې هم د دې ولسوالۍ د نيولو توان درلود، خو دا چې دا ولسوالۍ لرې او اکمالات يې د ځمکې له لارې ډېره سخت دي، نو په دې اړه يې له مرکزي دولت سره خبرې کړې دي، چې دا ستونزه به هم هواره شي.

 والي وايي: ((نيول يې اسانه وو، خو ساتل يې ډېر سخت وو، که نه دا ولسوالۍ امنيتي ځواکونه په يوه ورځ نيولى شي، خو ساتل يې بيا ستونزمن کار وو.))

دي وايي، د ولسوالۍ له نيولو سره سم به خلکو ته د کار زمينه برابروي او په  کې به د بيارغونې کارونه پيلوي.

ياده دې وې، چې تېر کال هم د کورنيو چارو وزير غزني ته په يوه سفر کې ويلي و، چې د ناوې ولسوالۍ به د يوې مياشتې په ترڅ کې ونيسي، خو تراوسه دولت په دې اړه ګام نه دى اخيستى.

 

Related Topics