کابل (پژواک ٩ سلواغه ٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې د ټاکنو د کانديدانو په اړه د خلکو د ښه پوهاوي لپاره په ټول هېواد کې ١،٣ ميليونه نمونوي راى پاڼې وېشي.
د دغه کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي، چې نمونوي راى پاڼې به په تور او سپين رنګ چاپ شي او ډېر ژر به د خلکو د عامه پوهاوي لپاره د ټاکل شوو مبلغينو له خوا ووېشل شي.
نور زياته کړه: “د دغو راى پاڼو په وېشلو کې ډېر پر هغو کسانو تمرکز کېږي چې د مطبوعاتو له پوښښ څخه لرې دي، په کليو او بانډو کې ژوند کوي او د سواد کچه يې کمه ده. ترڅو دوى د راى ورکونې له پروسې سره عادت شي او پر دې پروسه باندې، د دوى سر خلاص شي.”
د نور په وينا، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د عامه پوهاوي لپاره ١٦٠٠ مبلغين په ټول هېواد کې ګومارل شوي، چې خپل کارونه يې عملاً پيل کړي دي.
بلخوا د ټاکنو په برخه کې د فعالو بنسټونو غړي د کمېسيون د دغه اقدام ستاينه کوي او وايي چې نمونوي راى پاڼې له راى ورکوونکو سره د ټاکنو په ورځ ډېره مرسته کوي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائيوي مشر، جانداد سپين غر وايي، په دې سره به خلک پوه شي چې راى پاڼه څه ډول ډيزاين شوې، د کانديدانو نومونه چېرته موقعيت لري.
سپين غر زياتوي: “خلک به مخکې له مخکې پوه شي چې د راى دهۍ ورقه په څه شکل ډيزاين شوې، د کانديدانو عکسونه په څه ډول دي، د دوى سمبولونه او نومونه په څه ډول راغلي دي، تر څو د انتخاباتو په ورځ اشتباه ونه کړي، د يوه کانديد پر ځاى بل انتخاب نه کړي. يا ټېک مارک (د صحيح علامه) داسې ونه کړي چې شکمن حالت وښيي او د دوى رايه ضايع شي.”
ده همداراز يادونه وکړه، چې نمونوي راى پاڼې بايد په لرو پرتو سيمو کې د کليو د مشرانو او ملا امامانو په څېر کسانو ته ووېشل شي چې هغوى له نورو عامو خلکو سره ډېر تماس لري او کولى شي ترلاسه کړي معلومات له نورو سره شريک کړي.
سپين غر وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد راى ورکوونکو ته د پوهاوي لړۍ تر ټاکنو يوه اونۍ مخکې هم جاري وساتي.
دى وايي، ښايي په دې موده کې ځيني اېتلافونه رامنځته شي او يو شمېر کانديدان د نورو په ګټه تېر شي، خو دا چې په راى پاڼو کې د هغوى نومونه او عکسونه چاپ شوي دي، نو اړينه ده چې خلک د هغوى په اړه پوه شي ترڅو هغوى ته رايه ور نه کړي.
ده زياته کړه: “د مطبوعاتو له لارې موږ اورو، ځيني کانديدان سره نږدې شوي، تلاش روان دى، چې ګوندې بعضې کانديدان د نورو په نفع تېر شي، سره له دې چې په ورقه (راى پاڼه) کې يې نوم دى. نو د دې لپاره هم کمېسيون بايد تدابير ولري.”
د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي وو چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره راى پاڼې په بهر کې چاپ شوې او نږدې ٩٥ سلنه يې افغانستان ته لېږدولې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون په داسې حال کې د نمونوي راى پاڼو د وېشلو خبره کوي چې راتلونکو ټاکنو ته څه د پاسه دوه مياشتې پاتې دي.
ټاکل شوې چې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP