کابل (پژواک ٩ سلواغه ٩٢): د ملي امنيت رياست وايي، چې د ماين اېښودو په تور يوه نيول شوي کس پر دې اعتراف کړى، چې په پاکستاني مدرسو کې پر کم عمره ماشومانو جنسي تېرى کېږي.
د دغه رياست مطبوعاتي دفتر نن پژواک ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې يو ماين جوړونکى او يو ماين اېښودونکى چې غوښتل يې خپل يو جوړ کړى ماين د ګلبهار نساجي سړک او البيروني پوهنتون تر منځ سړک د کوهستان لومړۍ حصې د حوزوي روغتون په مقابل کې خښ کړي، له ماين سره يو ځاى ونيول شول.
خبرپاڼه زياتوي، چې دغه کس مايل اغا نومېږي، د کاپيسا ولايت اوسېدونکى دى او په خپلو اعترافاتو کې يې ويلي، چې خپلې ديني زده کړې يې د پېښور په احياى العلوم مدرسه کې سرته رسولې دي.
نوموړي ادعا وکړه، چې د شاه حکيم”مظفر”په نوم د مدرسې يوه مسوول پر کم عمره ماشومانو جنسي تېرى کاوه او تصميم يې درلود، چې پر ده هم جنسي تېرى وکړي.
مايل اغا په خپل اعتراف کې ويلي، چې د مدرسې دغه مسوول دغه نامشروع عمل ته دده د هڅونې په خاطر نغدې پيسې او د ده د خوښې شيان هم ورکول، خو دى له مدرسې وتښتېد او په وزيرستان کې يې د ماين جوړولو زده کړه وکړه.
خبرپانې د دغه کس د نيولو کره نېټه نه ده ښودلې، خو پر دې موضوع يې د پلټنې او څېړنې خبر ورکړ.