غزني (پژواک، ۹ سلواغه ۹۲): په غزني ښار کې د کورنيو چارو وزارت له لوري د همغږۍ دفتر او ځانګړو امنيتي کامرو پروژه پرانيستل شوه.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال لوى پاسوال محمد ايوب سالنګي، چې نن غزني ته په يو سفر راغلى ، د همغږۍ د دفتر پرانيستلو پر مهال وويل، چې له دې وروسته به د غزني ښار د ځانګړو امنيتي کامرو په مټ څارل کيږي.
د نوموړي په وينا، له دې سره به په غزني ښار کې امنيتي پېښې راکمې او خطرونه به له منځه ولاړ شي.
سالنګي زياتوي، تر اوسه د هيواد په يوه ولايت کې هم امنيتي کامرې نه دي لګيدلې،غزني لومړنى ښار دى، چې د ځانګړو امنيتي کامرو له لارې به څارل کيږي.
هغه زياته کړه، د دې کامرو له لارې به ٢٤ ساعته ټول وضعيت د هغو پوليسو له لوري څارل کيږي، چې په دې برخه کې يې ځانګړې زده کړې کړې دي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده وايي، په ټول ښار کې يې ٣٦ امنيتي کامرې لګولي ، چې ټول ښار به د امنيتي ځواکونو له لوري څارل کيږي.
والي زياتوي، د دې کامرو په مټ به د ښار امنيت خوندي شي او شته خطرونه به له منځه ولاړ شي.
اکبرزاده زياتوي، دغه کامرې او عمومي دستګاه د پولنډ هېواد له لوري ورکړل شوې، خو ده زياته کړه، چې د دې پروژې لګښت نه دى معلوم.
د غزني ښار اوسېدونکى محمد انور هم خوښي وښوده، چې د ځانګړو امنيتي کامرو په نصبولو سره به يې ښار خوندي او په خلکو کې به ويره کمه شي.