Language

غزني کې ځانمرګي بريد څلور امنيتي سرتېري ووژل

غزني (پژواک ٩ سلواغه ٩٢): چارواکي وايي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد دوه د ملي اردو او دوه پوليس سرتېري وژلي دي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځانمرګي يو ساعت مخکې د قره باغ ولسوالۍ د کرو ساى په سيمه کې ځان الوځولى دى.

والى زياته کړه، په سيمه کې د ملي اردو او پوليسو موټر ولاړ وو، چې په يو کرولا موټر کې سپور ځانمرګي هغوى ته نږدې ځان ته چاودنه  ورکړې ده.

د کروساى د کابل _کندهار د لارې پر سر پروت يو کوچنى بازار دى، چې شاواخو ٥٠ دوکانونه لري.

نن په همدې سيمه کې د ملي اردو او ملي پوليسو له لوري چاڼيز عمليات هم پيل شوي دي.

خو په سيمه کې يو تن  عيني شاهد کريم الله وايي، چې په دې ځانمرګي بريد کې پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي او د بازار دوکانونو ته هم زيان اوښتى

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د دغه ځانمرګي بريد پړه پر غاړه واخيسته او زياتوي، چې په دې بريد کې يې د اردو د سپيشل فورس يو قوماندان له څلورو ملګرو سره وژلى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزني د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال ادعا وکړه ، چې په سيمه کې يې د عملياتو په ترڅ کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ٢١ وسله وال وژل شوي دي.

Related Topics