Language

ننګرهار پوهنتون کې له کابو ١٢زرو تنو د کانکور ازموينه اخيستل کېږي

 جلال اباد (پژواک،٩سلواغه٩٢): په ننګرهار کې د کانکور ازموينې درې ورځنى بهير پيل شو، چې په دې سره به سږ کال د ننګرهار په پوهنتون کې له شاوخوا ١٢زرو تنو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شي.

  د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر محمد صابر مومند د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې سږکال د ننګرهار په پوهنتون کې له  ١١٧٣٥ تنو څخه ، چې له دوولسمو ټولګيو فارغ شوي، د کانکور ازموينه اخيستل کېږي، چې ١١٦٨ ښځينه دي.

 نوموړى وايي، ياده ازموينه به درې ورځې دوام وکړي، چې نن د سلواغې په ٩مه يې لومړۍ ورځ وه.

  د ده په وينا، د ننګرهار پوهنتون په ټولو پوهنځيوکې د شاوخوا درې زره محصلينو د جذب توان لري.

 مومند زياته کړه: ((موږ سږکال يو ګډ کمېسيون جوړ کړى، ان شاءالله سږ کال به هغه شکايتونه ، چې پخوا خلکو لرل، نه وي.))

 نوموړى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د کانکور په ازموينه کې يو شمېر ګډون کوونکي اندېښنه لري، چې په ياد کانکور کې به له اړيکو اوبډو اخيستو څخه کار واخيستل شي.

 نسيمه يوه له هغو کسانو څخه ده ،چې د کانکور په ازموينه کې يې نوم ليکلى دى.

 نوموړې، چې تېر کال يې هم ياده ازموينه ورکړې، وايي: ((بس څوک چې پيسې ورکوي او څوک چې اړيکې ولري، هغه کامياب دى؛ هر پوهنځى يې چې خوښ وي، راځي ورته.))

 نسيمې پر چارواکو غږ وکړ، چې د دوى پر برخليک دې لوبې نه کوي او کوم حق يې چې دى، بايد ورته ورکړل شي.

  هغې دا هم وويل: ((زما داسې ټولګيوال تېر کال په کانکور کې ښو، ښو پوهنځيو ته بريالي شوي، چې تراوسه د کيميا په تعريف هم نه پوهېږي.))

  يوه بله ګډون کوونکې وجيهه هم ورته اندېښنه لري او وايي، له پلار څخه يې يو چا د دوه زره امريکايي ډالرو غوښتنه کړې، چې لور به يې طب پوهنځي ته په ذمه وارۍ بريالۍ کوي.

  دې زياته کړه: ((پلار ته مې ويلي و، چې په امتحان کې به ورسره کومک وکړي او سوالونه به ورسره حل کړي.))

  وجيهې د بډې اخيستونکي نوم وانخيست، خو ويې ويل، چې له کابله يو شمېر استازي د پيسو غوښتنه کوي او معلومو پوهنځيو ته پيسې ورکوونکي بريالي کوي.

  خو د ننګرهار پوهنتون رييس بيا وايي، دوى سږ کال د ټولو غېر قانوني لارو مخه نيولې ده.

 هغه زياته کړه، هېڅ هغه تن ته د ازموينې په صحنه کې اجازه نه ورکوي، کوم چې مسووليت نه لري.

 د ننګرهار ولايت مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال بيا له کابله پر راغلي پلاوي غږ کوي، چې دوى ته د تېر کال د ازموينې پايلې هم د منلو وړ نه وې او په راتلونکي کال نه غواړي، چې تېره ستونزه تکرار شي.

 هغه زياته کړه: (( پلاوي ته مې ويلي، چې د ناامنۍ او ګډوډۍ مخه موږ نيسو، خو حق بايد ونه خوړل شي.))

 ياده دې وي، چې دکانکور دغه ازموينه به دوه ورځې نور هم دوام ولري، چې پاتې ټول زده کوونکي به ازموينه ورکوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.