لښكرګاه (پژواك ۹ سلواغه ۹۲): د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې په سنګين ولسوالۍ كې د ملي اردو او ملي پوليسو د ګډو عملياتو پر مهال ١١ وسله والو طالبانو او دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان د سلواغې په ٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د سنګين په فتح محمد پېچ سيمه كې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، دغه عمليات د ملي اردو او ملي پوليسو له لوري پيل شوي، چې اوس هم روان دي او په ترڅ کې يې اوه وسله وال او دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.
چوپان زياتوي، په دې وروستيو کې په يادو سيمو کې د وسله والو خوځښتونه ډېر شوي وو، له بل لوري پلان دا و، چې راتلونکو ټاکنو ته سيمه امن کړي.
خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي خو وايي، تېره ورځ يې په واشير ولسوالۍ كې ۱۱ بهرنيان د ماين په چاودنوكې وژلي دي.