جلال اباد (پژواک ٩ سلواغه ٩٢): د ټاکنو د رسنيو د کمېسيون چارواکي وايي، چې يو شمېر رسنۍ ځينو کانديدانو ته په غير مستقيم ډول کمپاين کوي.
دغه څرګندونې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رسنيو کمېسيون مشرې فريدې نېکزاد د سلواغې په ٩مه په جلال اباد ښار کې د ختيځې سيمې د رسنيو له استازو سره د يوې غونډې پر مهال وکړې.
هغې زياته کړې، چې د دوى د څارنې ډلې په چارو پيل کړى او هغه رسنۍ څاري کومې چې ټاکنيزې سرغړونې کوي.
د ټاکنو پر مهال د ډله ييزو رسنيو د فعاليتونو د تنظم لايحه، چې د ياد کمېسيون له لوري جوړه شوې او تصويب شوې ده، په کې راغلي چې د کانديدانو د وروستي نوملړ له اعلان وروسته هېڅ رسنۍ حق نه لري، چې له کانديد سره مرکې وکړي.
خو فريده وايي، چې لا هم يو شمېر رسنۍ له کانديدانو سره مرکې کوي او خپروي يې ، چې دا يو ډول کانديدانو ته کمپاين هم دى.
نوموړې زياته کړه، چې د لايحې د تصويب يې ډېره کمه موده کېږي او وروسته له دې په دې برخه کې جدي ده.
هغې زياته کړه: ((زموږ نننۍ غونډه هم د همدې تېروتنو لپاره وه، چې بايد ژورنالېستان پوه شي، چې څه ډول راپور ورکړي او څه ډول بې طرفه پاتې شي.))
نېکزاد پر ټولو رسنيو غږ وکړ، څو قوانينو ته غاړه کېږدي او هغه سرغړونې چې رامنځته کېږي سر له اوسه يې مخه ونيسي.
نوموړې پژواک اژانس ته وويل، چې د ټاکنيزې سرغړونې په صورت کې دوى لومړى اخطار ورکوي، وروسته اړوند اداره نغدي جريمه کوي او په اخر کې يې د کار جواز د باطلېدو تر بريده رسېږي.
خو د مدني ټولنې فعال ډاکتر اسدالله ښاليز بيا وايي، چې د ټاکنو کمېسيون د رسنيو کمېسيون بايد په اړوند برخه کې جدي وي.
هغه زياتوي: ((کومه لايحه چې تصويب شوې بايد عمل پرې وشي، نه دا چې يواځې د کاغذ پر مخ ليکلي وي.))
ليکوال او ژورنالېست عبدالمعيد هاشمي وويل، چې د ټاکنو کمېسيون بايد له کانديدانو سره هم د مور او ميرې چلند ونه کړي.
هغه زياته کړه، چې ياد کمېسيون يوه کانديد ته چې په ټوکو کې يې يو شمېر څرګندونې کړې وې، ګواښ وکړ او بل چې په ښکاره ډول کمپاين کوي پر وړاندې يې چوپه خوله پاتې دي.
هاشمي وويل: ((که قانون وي نو بايد په ټولو يو ډول عملي شي، همدا اوس هم يو شمېر رسنۍ ښه په ښکاره کمپاين کوي.))
نوموړى زياتوي، چې بايد د مستقيمواو غيرې مستقيمو کمپاينونو مخه ونيول شي.