Language

په هلمند کې ٣٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښكرګاه (پژواك ۱۰ سلواغه ۹۲): چارواكي وايي، چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې يو پوليس او لس وسله وال وژل شوي، دوه پوليس او شل وسله وال ټپيان دي.

 په هلمندكې د ۲۱۵ ميوند قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو ته دغه مرګ ژوبله د ځانګړو عملياتو پر مهال اوښتې ده.

خبرپاڼه کاږي، په عملياتو کې ٧١ بوشکه يي ماينونه کشف او شنډ شوي، له چاودېدونو توکو ډک کرولا موټر او د وسله والو دوه موټرسايکل هم امنيتي ځواکونو نيولي دي.

 دغه راز د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان وايي، چې د عملياتو پر مهال د چاودېدونکو توکو درې زېرمې او يوه ريپټر مخابره هم موندل شوې ده.

 د يو بل خبر له مخې، د هلمند د والي وياند عمر ځواك د سلواغې په ۱۰ پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله والو د ګرشک په نهر سراج کې د پوليسو پر پوسته بريد کړى دى.

 د نوموړي په وينا، په بريد کې يو پوليس وژل شوى او دوه ټپيان دي. د ده په خبره ، چې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ، خو د شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم پوليسو د سنګين په عملياتو كې د ۱۳ وسله والو  د مرګ ژوبلې خبر وركړى و.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، د هلمند په سنګين کې يې پنځه پوليس وژلي، دوه ټپيان دي او يو طالب هم ټپي شوى دى.

Related Topics