Language

په کويټه کې د طالبانو دوه نور غړي ووژل شول

کلات (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۲): د پاکستان په بلوچستان ايالت کې دوه تنه نور طالب پلوه افغان ملايان هم وژل شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د سلواغې په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو دغه غړي، پرون د پاکستان دبلوچستان ايالت په کويټه ښار کې وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړه، دوى د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې وژل شوي دي، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

خو په پاکستان کې مېشته يوه افغانه سرچينه وايي، په وژل شويو کسانو کې مولوي حمدالله عارض د فراه ولايت او قاري محمدسعيد د کندهار ولايت اوسېدونکي وو.

سرچينې زياته کړې، چې دوى هم د طالبانو د نورو غړو په څېر په مرموز ډول وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې درې ورځې مخکې په کويټه کې د طالبانو مهم غړى او مشهور ديني عالم مولانا عبدالله ذاکري هم د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى و.

تر دې مخکې د وسله والو طالبانو يو شمېر نور مهم قوماندانان هم په دې ښار کې وژل شوي دي، خو طالبانو يواځې د مولانا ذاکري او يوه بل غړي وژل کېدل تاييد کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.