جلال اباد-اسعداباد (پژواک ١٢ سلواغه ٩٢): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې تېره شپه په يوه کور کې چاودنه شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه تېره شپه شاوخوا اوه بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د زېړ جومات په سيمه کې په يوه کور کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې يادې چاودنې مرګ ژوبله نه لرله او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په دې چاودنه کې د دغه کور يو ځوان وژل شوى دى.
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې چاودنې او ځانمرګي بريدونه ډېر شوي دي.
تېره پنجشنبې په پچير اګام ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول.
د يو بل خبر له مخې، تېر مازديګر د نورستان په وانت وايګل ولسوالۍ کې د چاودنې له امله دوه تنه ټپي شوي دي.
د وانت وايګل ولسوال رحمت الله رحمت پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې يو پوليس او يو عام وګړى وژل شوي دي.