کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٢): د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د حزب اسلامي د وسله والو په ګډون د دولت يو شمېر مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې د حزب اسلامي دوه وسله وال وژلي او يو يې ټپي کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په جلرېز ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له خوا يو ملکي وګړى وژل شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې يو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې دا نښته د ولسوالۍ د سې پاى په سيمه کې شوې وه، چې له امله يې يو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې ونه ښود.
د عبدالزي په وينا، وسله وال پر شا تنبېدلي او په دې نښته کې پوليسو ته هېڅ ډول زيان نه دی اوښتی.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په دې نښته کې د ملي اردو يو سرتېرى ټپي شوى دى.
خو وسله والو طالبانو بيا د ملي اردو د يوه قوماندان په ګډون د پنځو سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.
بلخوا د غزني ولايت پوليس وايي، چې د ښار د کډوالو په ښارګوټې کې يې نن سهار درى غله نيولي دي.
امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک ته وويل، چې دغو کسانو وړمه شپه د ښار د کډوالو په ښارګوټې کې د غلا ترڅنګ پرې يوې پېغلې جنسي تېرى هم کړى و.
هغه زياتوي، چې نيول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
نيول شوو غلو هم خبريالانو ته پر خپلو جرمونو اعتراف وکړ او ويې ويل، چې له ياد کور څخه يې سره زر غلا کړي او له يوې نجلۍ سره يې جنسي تېرى هم کړى دى.
د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت لوى رياست وايي چې منسوبينو يې په پکتيکا ولايت کې د وسله والو مخالفينو د وسلو يوه لويه زېرمه ترلاسه کړې ده.
د ملي امنيت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا زېرمه يې د ارګون ولسوالۍ د پيرکوتي په سيمه کې پيدا کړې ده.
سرچينې ويلي، چې له زېرمې يې څلور ميله ار پي جي راکټ، يو ميل سل ډزى، درې د ځانمرګي واسکټونه، ٢٢ ماينونه، چاودېدونکي او نور توکي ترلاسه کړي دي.