مزارشريف ( پژواک، ١٢ سلواغه ٩٢ ) : د بلخ ولايت د کرنې او ملدارۍ مسوولين وايي، چې وروستيو واورو په شمال کې د وچکالۍ د شتونتيا مخه ډب کړه.
د بلخ ولايت په ګډون د شمال زون په ډېری ولايتونو کې له تېرې شپې واورې پيل شوې دي، چې لا هم روانې دي. د سيمې کروندګر روانه واوره د خپلو کښتونو، او د اوبو د زېرمو د ډېرښت لپاره نېک شګون ګڼي.
د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ ريس کاتب شمس د سلواغې په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو درې کلونو بلخ ولايت او شاوخوا سيمې د واورو او بارانونو د کمښت له امله په نيمه وچو سيمو بدلې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، هغه سيمې چې د ورښتونو کچه يې له ۳۰۰ ملي ميتر څخه کمه وي؛ نو په نيمه وچو سيمو کې شمېرل کېږي، چې له تېرو درې کلونو په بلخ ولايت کې د ورښتونو کچه له ۱۵۰ ملي ميتر څخه نه ده اوښتې.
د هغه به وينا له تېرې شپې د بلخ په ګډون د شمال زون په بېلا بېلو ولايتونو کې د روانو ورښتونو له امله په دغه سيمه کې د ورښتونو په کچه کې خورا زياتوالی راغلی دی.
شمس وويل، چې له تېرې شپې په بلخ ولايت کې د بارانونو کچه ۸۰ ملي ميتره او د واورو د ورښت کچه ۱۲ سانتي مترو ته رسېدلې ده.
د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي کروندګر محمد دين پژواک ته وويل، که چېرې له تېرې شپې روان ورښتونه نه وای شوي؛ نو د روان کال د وچکالي مخه هېڅ ډول نه نيول کېده.
نوموړي زياته کړه، چې د همدې واورو له امله نبات ښه وده کوي، حشرات له منځه ځي او د اوبو زېرمو کې زياتوالی راځي.
د هغه په وينا، که څه هم په روان کال کې د ورښتونو کچه خورا کمه وه؛ خو شوې واورې د کروندګرو ډېرې اندېښنې پای ته ورسولې.
د کرنې او مالدارۍ ريس شمس وويل، چې دوی اټکل کوي، چې ممکن تر وري مياشت پورې د ورښتونو کچه همداسې روانه وي، چې ممکن له ۲۰۰ ملي مترو څخه واړوي.
نوموړي زياته کړه، چې هر نبات د ژمي يخ بندي اړتيا لري او روان ورښتونه يې دغه اړتياوې پوره کوي.
د هغه په وينا دوی داسې اټکل کړی و، چې ممکن په سږني کال کې د ورښتونو د نه کېدو له امله روان کال له وچکالي سره مخ شي؛ خو شويو ورښتونو د وچکالي مخه ډب کړه.