Language

د کابل پلچرغي په يوه ديني مدرسه کې چاودنه وشوه

کابل (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): نن سهار د کابل ښار پلچرخي ساحې په يوه ديني مدرسه کې چاودنه وشوه.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب دانش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار نهه نيمې بجې شوې او دوه کسه يې سرسري ټپيان کړي دي.

دانش زياته کړه، چې چاودنه د يوې مدرسې دننه شوې او د پېښې ټپيان زده کوونکي دي.

سرچينې په دې اړه زيات جزئيات ورنه کړل.

د ولسي جرګې د غړي ملا تره خېل کوچي يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته د دې پېښې پخلى وکړ، چې دا چاودنه په ملا تره خېل پورې اړوند يوه ديني مدرسه کې شوې ده.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.