Language

جلال اباد (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): په ننګرهار کې لسګونو ښځو د يوې غونډې په ترڅ کې په هېواد کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې “سوله وکړي او له جګړې لاس واخلي.”

دغه غونډه نن (د سلواغې ١٤مه) د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د سولې د ولايتي شورا له لوري د اوربند او د سولې لپاره د افغان ښځو غږ تر سرليک لاندې جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار د والي سربېره د ولسي جرګې غړو، له دريو سوو زياتو مېرمنو او د سولې له عالي شورا راغلي پلاوي ګډون کړى و.

د سولې عالي شورا غړې سارا سرخابي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې غونډې يې موخه يواځې او يواځې په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره غږ پورته کول دي.

هغې زياته کړه: ((نور موږ د خپل ورور، خپل بچي، خاوند او نورو اقاربو مړي نه شو کتلى، موږ سوله غواړو.))

نوموړې خپل پلو وسله والو او د جګړې ښکېلو غاړو ته وغوړاوه چې نور دې له جنګه تېر شي او په هېواد کې دې د سولې او امن فضاء ټينګه کړي.

مېرمن سرخابي پر ټولو ښځو غږ وکړ، چې په خپلو کورونو کې دې د سولې لپاره کار وکړي او هغه څوک چې وسله يې په لاس اخيستې او جګړه کوي د دې په څېر دې ورته خپل پلو وغوړوي او د سولې غوښتنه دې ترې وکړي.

د ننګرهار والي او د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطاءالله لودين په دې ناسته کې په خپلو خبرو کې په سوله کې د ښځو ونډه مهمه وبلله او زياته يې کړه چې د سولې لپاره دا ډول غونډې نېک ګام دى.

نوموړي وويل، هېواد دا مهال سولې ته زيات اړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((افغانان د ښځو پلوونو ته ډېر احترام لري، دا د هغو وسله والو لپاره يو ډېر ستر پيغام دى چې خپله خور او مور ورته پلو وغوړوي چې نور جنګ بس کړه.))

د والي په خبره چې وسله وال بايد نور د خپلو ميندو او خويندو پلوونو ته وګوري او له جګړې لاس واخلي.

والي وايي، چې جګړه د حل لاره نه ده او که چېرې دوى غواړي له جګړې لاس واخلي نو خپلې روا غوښتنې دې د سولې له پروسې سره شريکې کړي.

د ولسي جرګې غړې فرشته انوري هم د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې نور دې له جګړې لاس واخلي او په هېواد کې دې سوله قايمه کړي.

نوموړې وايي، چې په هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو بهير پيل شوى او وسله وال دې ښه په جرئت په کې برخه واخلي او هغه چا ته دې رايه ورکړي چې د دوى روا غوښتنې مني.

هغې زياته کړه: ((له دې نه به بله ستره خبره چېرته وي چې نن يوه مور او خور خپل پلو غوړوي او تا نه د سولې او اوربند غوښتنه کوي.))

فرشتې دا هم وويل، چې د جګړې ښکېلې غاړې دې د خبرو په مېز کېني او دواړه لوري دې خپلې غوښتنې سره شريکې او مسئله دې د خبرو له لارې حل کړي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني پژواک اژانس ته وويل چې نن يو ځل بيا ښځو پر وسله والو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار دې خپله کړي.

نوموړې زياته کړه، چې دا ډول پروګرامونه د سولې په راوستو کې مثبت رول درلودلاى شي او که د جګړې ښکېلې غاړې زړونه لري نو د خپلو خويندو غږ به واوري او نور به له جګړې لاس واخلي.

د ښځو چارو رييسې وويل: ((د يوې خور او مور دغه له غمه ډک غږ چې نور جګړه بس کړئ د خلکو په زړونو کې لارې کوي او زه هيله منه يم چې د وسله وال پر زړه به هم د رحم اوبه تويې شي.))

د غونډې په پاى کې ټولو ښځو په هغه بېنر لاسليکونه وکړل په کوم چې ليکل شوي وو چې” نور په هېواد کې جګړه نه شو زغملى.”

ياده دې وي چې ورته غونډه د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو او مرکز کې هم ترسره شوې وه، چې ښځو پر وسله والو غږ وکړ چې “نور له جګړې لاس واخلي.”

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.