Language

په کندهار او هلمند کې له دېرشو کلونو وروسته واوره وشوه

کندهار-لښکرګاه (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): په کندهار ولايت کې له ٣٠ کلونو وروسته په لومړي ځل واوره اورېدلې، کروندګر او باغ لرونکي ورته خوښ دي او تمه ښيي چې سږ کال به د اوبو او حاصلاتو له پلوه اباد کال وي.

 د کندهار د کرنې رياست مسوولين وايي چې په ځينو ساحو کې تر ١٠ سانتي متره پورې واوره اورېدلې چې د کروندګرو، باغ لرونکو او کوچيانو لپاره ښه زېرى له ځان سره لري.

د ميوند ولسوالۍ يوه بڼوال حاجي فضل محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو څو ورځو راهيسې ښه ډېر بارانونه شوي، خو تېره شپه تر سهاره پورې واوره اورېدلې ده.

هغه چې دا مهال يې عمر له ٥٠ کلونو اوړي وايي، په تېرو دېرشو کلونو کې يې نه يادېږي چې په دغه ولايت کې دې واوره شوې وي، ځکه کندهار او سوېلي ولايتونه د هېواد له ګرمسېرو ولايتونو څخه دي.

نوموړي زياته کړه، د واورې ورېدو په خلکو کې خوشحالۍ او هيلې ټوکولې او په دې هيله دي چې سږ کال به تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې زياتې شي او کال به اباد وي.

د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ د اعظم کلا اوسېدونکى حاجي عبدالصمد وايي چې په ولسوالۍ کې تر پر له پسې بارانونو وروسته واوره ورېدلې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ګڼ شمېر کروندګرو په دې وروستيو کې ورځو کې للمي غنم کرلي، چې تر بارانونو وروسته واورې ورته ډېره ګټه کړې، ځکه واوره ځمکه پستوي او تر ځمکه لاندې د غنمو تخم ژر وده کوي او شنه کېږي.

نوموړي هم وويل، چې له کلونو کلونو وروسته واورې خلک زښت زيات خوشحاله کړي دي.

دى وايي، بارانونه او واوره نه يوازې دا چې وچکالي له منځه وړي، بلکې د نباتي ناروغيو او افاتو مخنيوى هم کوي.

د کروندګرو او باغ لرونکو تر څنګ کوچيان هم وروستيو ورښتونو او واورې خوشحاله کړي دي.

د کندهار ښار په ښوراندام سيمه کې د مېشتو کوچيانو له ډلې عبدالصمد کوچي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم اوسمهال واوره هغوى د امکاناتو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ کوي، خو بيا هم ورته خوښ دي.

دى وايي، د واورې تر ټولو لويه ګټه غرونو او دښتونو ته رسېږي، دا چې کوچيان په پراخو دښتو کې اوسېږي او د پسونو لويې لويې رمې لري، په تېر کې د وچکالۍ له امله له ستونزو سره مخ و، خو سږ کال به دښتې د اوبو د نشتوالي ستونزه ونه لري.

د کندهار د کرنې رييس انجنير احمد شاه روشن په دغه ولايت کې وروستي اورښتونه او په ځانګړې توګه واوره د کرنې او مالدارۍ لپاره ډېره ګټوره ګڼي او وايي، چې که په ورته توګه نور بارانونه هم وشي، نو وچکالي به پاى ته ورسېږي.

هغه زياته کړه، د کندهار تر څنګ په زابل، هلمند او اروزګان کې هم د بارانونو تر څنګ واوره شوې ده.

د نوموړي په وينا، د کندهار په ځينو ولسواليو کې تر ١٠ سانتي متره واوره اورېدلې خو په کندهار ښار کې بيا تر ٣ سانتي متره اورېدلې ده.

روشن وايي، چې تر واورې مخکې تر ٤٥ ملي متره پورې باران ورېدلى، چې دا ټول څه د کال د ابادۍ، د کرنيزو افاتو او د څارويو د ناروغيو د له منځه وړو زېرى له ځان سره لري.

خو هغه وويل، چې د وچکالۍ د پوره له منځه تلو لپاره تر ٢٨٠ ملي متره پورې باران ته اړتيا ده او دوى تمه لري، چې نور بارانونه به هم کېږي.

د نوموړي په وينا، په کندهار کې تر ورښتونو وړاندې چې د څارويو د واکسينولو لړۍ پيل کړې او ١٠١٠ پورې بېلابېل څاروي واکسين شوي چې ډېرو يې د سږو او د طبق په نوم ناروغۍ لرلې، خو اوسني ورښتونه د کرنې تر څنګ د څارويو دغه ناروغۍ هم له منځه وړي.

کندهار ولايت د انارو او انګورو پراخ باغونه لري، دغه راز نور ډول ډول سابه او غلې دانې هم په کې کرل کېږي، چې په تېر کې د وچکالۍ له امله يې حاصلات يا خو کم وو او يا يې بېلابېل امراض کړي وو.

د کندهار تر څنګ د هلمند، زابل او اروزګان ولايتونو په يو شمېر ولسواليو کې هم واوره ورېدلې ده.

د هلمند د ګرشك ولسوالۍ د مارګير سيمي اوسېدونكي نبي بارك وايي، واوره او باران كه له يوې خوا نېغ په نېغه د ابو پر ډېرښت اغېز كوي له بلې خوا طبيعي افات او نورې ناروغۍ چې په دا وروستيو كلونو كې په نباتاتوكې ډېرې شوې له منځته وړي.

نوموړي پژواک اژانس وويل، كه څه هم په هلمند كې واوره نه كېږي خو ۱۵ كاله وړاندې يې ياديږي چي لږ واوره شوې وه خو دا ځل د هلمنديانو لپاره حيرانوونكې وه او ډېر خوند يې له دغه اورښت څخه اخيسته.

د ناوې ولسوالۍ د عينك سيمې يوه اوسېدونكي محمدعمر وايي، چې د همدغه كال په اوږدو كې كروندګر ډېر وراخطا وو او فكر كېده چې وچكالي ده او په دوبي كې به اوبه وچې شي.

نوموړي وويل ، وروستيو ورښتونو چې لومړى بارانونه اوبيا واوره و ورېده د دوى هيلې يې بيا ژوندۍ كړې او له دې امله له خداى څخه غواړي چې پر دوى خپل رحمتونه زيات كړي.

Related Topics