جلال اباد (پژواک ١٥سلواغه ٩٢): د نورستان مخکني والي محمدتميم نورستاني د غنمو د غلا په اړه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د خپل شخصيت اعاده غواړي.
د وزيرانو شورا پرون په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي وو، چې د نورستان والي، د دغه ولايت د کليو پراختيا او له پېښو سره د مبارزې رييسان له دندو ګوښه شوي دي.
سرچينې زياته کړې وه، د نورستان ياد چارواکي د مرستو شوو غنمو د خرڅولو په تور له دندو لرې شوي او څارنوالۍ ته هم معرفي شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له پېښو سره د مبارزې کمېټې شاوخوا درې زره ټنه غنم د نورستان اړو خلکو ته ځانګړي کړي وو، خو د دغو مرستو ډېره برخه يې په ګاونډيو ولايتونو کې په ناقانونه پلورل شوي دي.
خو د نورستان مخکني والي تميم نورستاني د سلواغې په ١٥مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پر ځان ټول هغه لګېدلي تورونه رد کړل او پر مقاماتو يې غږ وکړ چې د ښې څېړنې په موخه دې يو باصلاحيته پلاوى نورستان ته ور ولېږي تر څو له نږدې څارنه وکړي.
هغه زياتوي، چې دا هر څه د ده پر وړاندې يوه دسيسه ده او کوم پلاوى چې له مرکزه نورستان ته راغلى و، هغه يواځې درې ساعته په نورستان کې تېر کړي وو.
نورستاني وويل، چې په دريو ساعتونو کې يې يو ساعت په ډوډۍ تېر کړى، نو په پاتې دوه ساعتونو کې څوک کولى شي چې دومره لويه څېړنه وکړي.
دى زياتوي چې د مرسته شوو غنمو ٣٠ سلنه اړو خلکو ته ورکړل شوي چې دوى يې اسناد په لاس لري او باقي ټول په ډيپو ګانو کې پراته دي، خو پلاوي له هېڅ کوم ډيپو ليدنه نه ده کړې.
د هغه په وينا، په پلاوي کې د ډاکتر عبدالله او استاد سياف کسان موجود وو، هغوى په دې خاطر غلط راپور په مرکز کې وړاندې کړ، تر څو د دوى په خوښه شخص وټاکل شي او دوى چې څه غواړي په نورستان کې يې د ټاکنو په دوران کې ترسره کړي.
والي وويل: ((له مرکزه دې پلاوى راشي، که پر ما يې يو دانه غنم ثابت کړ، زه خپل ځان اعداموم.))
دى د خپل حيثيت اعاده غواړي او پر مرکزي ادارې غږ کوي چې موضوع دې بررسي کړي او بيا دې پرېکړه وکړي.
بلخوا د نورستان د ولايتي شورا غړى ډاکتر شمس پژواک خبري اژانس ته دا ومنله چې نورستان ته له مرکزه يو ګډ پلاوى يواځې د دريو ساعتونو لپاره راغلى و.
نوموړي زياته کړه: ((دا هر څه پر والي يواځې يو تور دى او موخه يې دا ده چې له دندې يې لرې کړي او په خپلې خوښې يو کس راولي))
ډاکتر شمس وايي چې د غنمو د وېش له پروسې يې د ولايتي شورا د غړي په حيث څارنه کړې او هر څه په ډېرشفافيت ډول سره ترسره شوي دي.
د ولايتي شورا دغه غړى له مرکزي ادارې غواړي چې يو باصلاحيته پلاوى نورستان ته ور واستوي تر څو ياده موضوع له نږدې وڅاري او د پخواني پلاوي دروغ او فريب معلوم شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP