جلال اباد (پژواک١٥سلواغه٩٢): د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې يې د دوو مېرمنو په ګډون اووه تنه له لاسي بمونو سره يوځاى نيولي دي.
د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال سمونوال قاري امیر خان لېوال د سلواغې په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن یې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ۷ تنه چې پنځه تنه یې نارینه او دوه تنه یې ښځې وې، له لاسي بمونو سره نیولي دي.
نوموړي زياته کړه، یادو کسانو غوښتل په ننګرهار ولایت کې چاودنې او د ورانکارۍ کړنې ترسره کړې .
هغه وايي : ((دغه کسان د پاکستان د سوات د سیمې اوسېدونکي دي، چې دا مهال په امنیه قوماندانۍ کې تر څارنې لاندې دي.))
د ده په وينا، یادو کسانو دغه چاودېدونکي توکي له کونړ ولایت څخه ننګرهار ولایت ته رالېږدول، چې په کورولا موټر کې د بهسود پله په تلاشۍ کې د پولیسو له لوري ونیول شول.
لېوال وايي، د جلال اباد ښار د ښه امنیت په موخه يې په دې ولایت کې د پلټنې پوستې زیاتې کړې دي، ترڅو د پېښو مخه ونیول شي.
ده وویل، چپرهار او پچیر اګام ولسوالیو کې له تېرو څلور ورځو راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له لوري چاڼيز عملیات دوام لري.
ده زياته کړه، په عملیاتو کې یو شمېر سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې دي او غواړي په پاکو شویوسيمو کې امنیتي پوستې هم جوړې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP