Language

کابل (پژواک ١٥ سلواغه ٩٢): د خوست امنيتي مسوولين وايي، چې په تېره يوه اونۍ کې يې د پنځو سړي تښتوونکو ترڅنګ ١٥ وسله وال مخالفين نيولي دي.

د خوست ولايت له مقام څخه د سلواغې په پنځلسمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څرګندونې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد ناصر هدايت، نن په امنيتي ناسته کې په ډاګه کړې.

ده ويلي، د تېرې اونۍ په لړ کې يې د عليشېرو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملياتو په ترڅ کې درې مشکوک کسان له وسلو او نظامي يونيفورم سره يوځاى نيولي دي.

هغه زياته کړې، دغو کسانو په سيمه کې د ماين خښونې ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره په ګڼ شمېر بريدونو کې همکاري درلوده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، دغه راز د خوست د ملي امنيت ادارې مرستيال ډګروال محمد غفور په ياده ناسته کې وويل، چې د ملي امنيت منسوبينو د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د تېرې اونۍ په ترڅ کې ١٧ تنه نيولي دي.

د ده په وينا، په نيول شويو کسانو کې پنځه تنه سړي تښتوونکي او پاتې دوولس تنه يې د يوه سرګروپ په ګډون وسله وال مخالفين دي، چې غوښتل يې د نورو ورانکارو کړنو ترڅنګ راتلونکې ټولټاکنې ګډوډې کړي.

وسله والو مخالفينو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics