Language

د فني او حرفوي روزنې ١٢ مرکزونو د فعاليت جوازونه ترلاسه کړل

کابل (پژواک ١٥ سلواغه ٩٢): د کار او ټولنيزو چارو وزارت د فني او حرفوي ١٢ کورنيو او بهرنيو مرکزونو ته د فعاليت جواز ورکړ.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال حسام الدين همراه په يوه خبره غونډه کې وويل، چې دې مرکزونو ته يې د حرفوي روزنې د ښه والي او کيفيت لوړولو په موخه د فعاليت جوازونه ورکړي دي.

هغه زياته کړه: ((له دې ډلې څخه اته مرکزونه کورني او څلور نور يې بهرني دي، چې تر دې وړاندې يې له جواز پرته فعاليت کاوه، خو اوس يې چې د کار جواز ترلاسه کړ، نو د کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا به يې کنټرول او څارنه کېږي.))

د حسام الدين همراه په خبره، دا موسسات به وروسته له دې د بازار د ارزيابۍ کار پيل کړي، څو د خلکو د اړتياوو په تشخيص سره د بېلابلو حرفو او فنونو په اړه روزنيز پروګرامونه تنظيم کړي.

د کار او ټولنيزو چارو مرستيال وزير د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد په کچه د دې وزارت تر پوښښ لاندې ٣٩ فني او حرفوي روزنيز مرکزونه فعال دي او د دې ترڅنګ ځينې نادولتي مرکزونه هم فعاليت کوي.

همراه زياته کړه، د روان کال په اوږدو کې له ٢٤زرو زيات کسان، چې ٣٠ سلنه يې ښځې دي، په دې ډول مرکزونو کې تر زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

د تعويض موسسې مسوول عبدالرقيب، چې اداره يې په هرات ولايت کې د فن او حرفې په برخه کې فعاليت لري، وويل، چې د دې موسسې کارونه به د کار جواز په ترلاسه کولو سره پراخ شي او وده به وکړي.

هغه زياته کړه، چې دې روزنيز مرکز د خپل فعاليت په اوږدو کې ١١٥٠ کسه، چې ښځې هم په کې دي، د ترکاڼۍ، معمارۍ، خياطۍ، غالۍ اوبدنې، د ستکول جوړوني او همدارنګه د رياضي،ادارې، محاسبې، کمپيوټر او انګليسي په برخو کې روزلي دي.

هغه ادعا وکړه، چې دا کسان د کسب له زده کړې او درسونو وروسته توانېدلي، چې په کار پيل وکړي او له زده کړو برخو ګټه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.