جلال اباد (پژواک ١٥ سلواغه ٩٢): د لغمان امنيه قوماندان وايي، چې په دغه ولايت کې ګاونډى هېواد پاکستان په مستقيم ډول له وسله والو سره مرسته کوي او غواړي چې ټاکنې ګډوډې کړي.
مل پاسول محمد داود امين نن (د سلواغې ١٥مه) په يوې خبري غونډه کې وويل، چې په لغمان ولايت کې د وسله والو مخالفينو پټنځايونه موجود دي.
دى وايي، چې د ګاونډي هېواد لاسوهنې هېڅکله هم نه شي پټېداى او په دغه ولايت کې له وسله والو سره په دې خاطر مرستې کوي چې راتلونکې ټاکنې ګډې وډې کړي.
د داوود امين په خبره، لغمان ولايت ته د ګاونډي هېواد د وسله والو د مرستې لپاره استازي راځي او دلته له هغوى سره د جګړې پلانونه جوړوي.
نوموړى وايي، چې ګاونډي هېوادونه غواړي په لغمان کې وېره خپره کړي، څو په راتلونکو تاکنو کې د خلکو ګډون کم رنګه کړي.
امنيه قوماندان وويل، چې په لغمان ولايت کې ټول ١٣٦ د رايه ورکونې مرکزونه وو چې ٧٤ يې نورمال، ٢٤يې تر منځني ګواښ لاندې، ١٢ تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې او پاتې ٢٦ په هغو سيمو کې وو چې د وسله والو مرکزونه په کې موجود دي.
هغه وويل: ((هغه سيمې چې غرونه دي هلته مرکزونه بېخي د وسله والو په واک کې دي.))
امنيه قوماندان زياتوي، چې له يادو مرکزونو يې ٢٢ سايټه حذف شوي او په پاتې ١١٤ کې يې بايد ټاکنې ترسره شي.
ده وويل، چې د ٩٤ سايټونو د امنيت ساتلو ډاډ يې ورکړى دى.
مل پاسوال محمد داود وايي، په دې وروستيو کې يې ګڼ چاڼيز عمليات کړي چې په بېلابېلو سيمو کې يې شپږ هغه ټاکنيز سايټونه چې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې وو د وسله والو له شتونه پاک کړي او اوس ولسونه کولى شي چې ښه په اسانۍ سره په يادو شپږو سايټونو کې رايه اچونه وکړي.
دى وايي: ((زموږ هڅه همدا ده هغه ناامنه سيمې چې رايه ورکونه په کې ناممکنه ده امنې کړو.))
امنيه قوماندان وويل، چې د يو شمېر ولسواليو له قومي مشرانو سره يې هم خبرې کړې او ډېر ژر به په هغو سيمو کې هم عمليات ترسره کړي.
د ده په وينا، چې ځانګړي چاڼيز عمليات يې په پلان کړي او ډېر ژر به يې په لاره واچوي او هغه سيمې چې دوى ټاکلې دي له وسله والو به يې پاکې کړي.
داوود امين وړاندې وايي، چې د دولت شاه په ولسوالۍ کې درې ټاکنيز مرکزونه او په الينګار ولسوالۍ کې ٥ ټاکنيز مرکزونه له ستر امنيتي ګواښ سره مخ دي خو دوى يې د امن کولو لپاره هڅې روانې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP