Language

کابل (پژواک ١٥سلواغه ٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تر ټاکلې مودې پنځه مياشتې وروسته لا هم نه دى توانېدلى چې په ولايتونو کې خپل دفترونه پرانيزي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون اصلي دنده د کانديدانو په اړه د خلکو د شکايتونو ارزونه او ټاکنيزو سرغړونو ته رسېدنه ده، چې د کانديدانو او يا هم د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو له لوري رامنځته کېږي.

دغه کمېسيون ته لا هم د ولايتونو اوسېدونکي خپل شکايتونه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفترونو له لارې استوي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون چارواکي وايي چې په نږدې ورځو کې به په ٣٤ ولايتونو کې خپل دفترونه پرانيزي چې په دې سره به دوى په مستقيم ډول په ولايتونو کې د خلکو شکايتونه و ارزوي.

د دغه کمېسيون منشي او وياند نادر محسني وايي، چې دوى د ولايتي کمېشنرانو لېست د تاييد لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولى دى.

د محسني په خبره، د هر ولايت لپاره درې کمېشنران ټاکل شوي چې په مجموعي ډول ١٠٢ تنه کېږي او ډېر ژر به ولايتونو ته واستول شي.

محسني زياته کړه: “دا دفترونه به ډېر ژر پرانيستل شي، خو مقدماتي کارونه يې لا بشپړ شوي نه دي، د ولسمشر له خوا بايد د کمېشنرانو منظوري راشي او نور اداري کارونه يې پاتې دي.”

ده وويل، چې دا مهال د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په ولايتونو کې د خپلو دفترونو لپاره د ودانيو پر کرايه کولو او تجهيزلو بوخت دى.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په داسې حال کې د خپلو ولايتي دفترونو د پرانيستو خبره کوي چې د ولسمشرۍ کانديدانو خپلې ټاکنيزې مبارزې دوه ورځې وړاندې پيل کړې دي.

محسني وويل، چې تر دې مهاله دوى ته د ټاکنيزو مبارزو په اړه د خلکو له خوا کوم شکايت نه دى رسېدلى.

د ټاکنو لپاره د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، دغه دفترونه بايد د تېرې وږي مياشتې په دويمه نېټه پرانيستل شوي واى، چې د کمېسيون د چارواکو په وينا د تخنيکي ستونزو له امله دغه چاره وځنډېده.

خو د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون منشي وايي چې د ولايتي دفترونو په پرانيستلو کې ځنډ د دوى کارونه نه شي اغېزمنولى.

محسني وويل: “موږ د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره هوکړه کړې، که په ولايتونو کې څوک شکايت ولري، کولى شي د ټاکنو په کمېسيون کې يې ثبت کړي، دوى يې موږ ته استوي. ډېر ولايتي شکايتونه د ولايتي شوراګانو د کانديدانو په اړه وي، چې تر هغه وخته زموږ دفترونه پرانيستل کېږي.”

ټاکل شوې ده چې د ولايتي شوراګانو کانديدان خپلې مبارزې د راتلونکې مياشتې (کب) په ١٣ مه پيل کړي.

د يادونې ده، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د خپلو کارونو د مخته وړلو لپاره دولتي بودجه نه لري او د دغه کمېسيون د چارواکو په وينا کارونه يې يواځې د مرسته کوونکو موسسو په پيسو مخته ځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.