جلال اباد (پژواک ١٥ سلواغه ٩٢): که څه هم د پسرلي موسم لا په بشپړ ډول نه دى پيل شوى خو په ننګرهار کې تر نورو ولايتونو مخکې د نيالګيو اېښودو کمپاين پيل شو.
دغه کمپاين د سلواغې په ١٥مه د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د والي او يو شمېر نورو چارواکو له لوري د نيالګيو په اېښود سره رسماً پيل شو.
د ننګرهار د کرنې رييس انجنير محمدحسين ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال به شاوخوا څلور ميليونه زينتي، مېوه لرونکي او ځنګلي نيالګي په دولتي او شخصي ځمکو کې کېنوي.
نوموړي وويل، چې له يادو نيالګيو يواځې يو ميليون يې مېوه لرونکي بوټي دي چې ډېرى يې د کرنې او کانال د رياستونو له لوري توليد شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((په دولتي موسسو او فارمونو کې به وړيا ډول کېنول کېږي او که چېرې شخصي څوک يې اخلي نو په نيمه بيه به ورکول کېږي.))
دى وايي، چې د نيالګيو د ساتلو لپاره يې هم جدي تصاميم نيولي او پر ټولو کارکوونکو او هېوادوالو يې غږ وکړ چې د نيالګيو له کېنولو نه وروسته دې د نيالګيو په ساتنه کې پاملرنه وکړي.
د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين چې پر خپلو لاسونو يې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې نيالګى کېښود پژواک خبري اژانس ته يې د نيالګيو د کمپاين په پيل خوښي وښوده او د نيالګيو کېنول يې د هېواد د ارامۍ او نېکمرغۍ لپاره نېک پال ونيو.
هغه هم پر ولسونو غږ وکړ، چې د خپل چاپېريال سالم ساتلو لپاره بايد نيالګي کېنوي.
نوموړى وايي، چې د ننګرهار د سمسورتيا لپاره دې هر وګړى يو، يو نيالګى کېنوي او ترې دې ساتنه وکړي.
د يادونې ده هر کال په دغه ولايت کې ميليونونه نيالګي کېنول کېږي، خو بيا يې سمه څارنه او ساتنه نه کېږي او ډېرى يې بېرته وچېږي.
د جلال اباد ښار يو اوسېدونکى انعام الله وايي، چې د دوى د کور مخې ته د سړک پر غاړه هر کال نيالګي کېنول کېږي، خو بيا يې څوک پوښتنه نه کوي او بوټي وچ شي.
هغه له ښاروالۍ او د ښار پر اوسېدونکو غږ وکړ، چې د دغو نيالګيو سمه پالنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP