Language

واورو د شمال ګڼې لارې بندې کړې

مزارشريف (پژواک ١٥ سلواغه ٩٢): له تېرو دريو ورځو پرله پسې واورې ورېدنې له امله په شمال کې د ۳۰ ولسواليو لارې د ولايتونو له مرکزونه سره بندې شوې، ۶ تنه مړه او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

امنيتي مسوولين وايي، چې د همدې ورځو په اوږدو کې يې يو شمېر خلک او سلګونه څاروي له تلف کېدو ژغورلي دي.

د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي پرون ناوخته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د شمال او شمال ختيځ زون له ولايتونو څخه د راټولو شوو معلوماتو پر بنسټ د تېرو دريو ورځو پرله پسې واورو د ياد وړ زيانونه اړولي دي.

نوموړي زياته کړه، چې جدي ستونزه د ولايتونو له مرکزونو سره د لسګونو ولسواليو د لارو بندېدل دي، چې خلک يې په خپلو سيمو کې بند دي.

د هغه په وينا، د بدخشان د درواز، کوفاب، خواهان، شکي، نفي، شغنان، واخان، راغستان، ياوان او کوهستان ولسواليو، په تخار کې روستاق، درقد، چاه اب، ينګي قلعه، اشکمش او نمک اب ولسواليو، په بلخ کې د شولګر، زارع، کشندې او چارکند ولسواليو لارې د ولايت له مرکز سره تړل شوې دي.

همداراز د کندوز قلعه زال ولسوالۍ، د سمنګان دره صوف بالا ولسوالۍ، د جوزجان قوش تپه او درزاب ولسوالۍ، د سرپل بلخاب او کوهستانات ولسوالۍ او د فارياب ګرزيوان، بلچراغ او کوهستان ولسواليو لارې د ولايتونو له مرکزونو سره بندې شوې دي.

مل پاسوال رحيمي وويل، چې د بدخشان د کوفاب ولسوالۍ په چشمه دره سيمه کې امنيتي پوليسو د واورو له امله د ۵ کسانو مړي او يو ټپي کس موندلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په همدې سيمه کې د واورې د ډېر ورښت له امله د ډېرو کسانو د مړه کېدو اوازې دي؛ خو دوی يې لا هم په اړه کره راپور نه دى ترلاسه کړي.

د هغه په وينا، د کندوز په چاردره ولسوالۍ کې هم يو شپانه په واورو کې د بندېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

مل پاسوال رحيمي وويل، د شوې پرله پسې واورې له امله په شمال زون کې ځای ځای يو شمېر څاروي مړه شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د بلخ د خلم او نهرشاهي ولسواليو تر منځ سيمو کې ۳۵۰ څاروي مړه شوي دي.

د هغه په وينا، د تېرو دوه ورځو ورښت په اوږدو کې ملي پوليسو له سيمه ييزو پوليسو سره په ګډه د عامو خلکو د ژغورنې لپاره هڅې روانې کړې، چې په ډېرو سيمو کې خلکو ته ګټه رسېدلې ده.

رحيمي وويل، چې په بلخ ولايت کې يې ۵ شپانه، چې په واورو کې بند پاتې وو، له مرګه ژغورلې دي. نوموړي همداراز په کندوز کې د ۴۰۰۰ څارويو د ژغورنې يادونه هم وکړه.

د هغه په وينا، د شمال زون په هر ولايت کې افغان ځواکونه د خلکو د مرستو په موخه تيارسۍ ولاړ دي.

د يادونې ده، د هېواد په نورو سيمو کې هم د سختو واورو له امله لارې بندې شوې، يو شمېر کسانو او څارويو ته مرګ ژوبله اوښتې او لارې هم بندې شوې دي، خو په کابل ښار کې چې پخوا ډېره واوره ورېده، تر اوسه واوره نه ده شوې.

Related Topics