مزارشريف (پژواک١٥سلواغه٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د افغان سوداګرو د يوه مرستندويه بنياد له خوا له زرو واورو ځپلو کورنيو سره مرستې پيل شوې.
د مزارشريف ښار له بابايادګار سيمې څخه د سلواغې په ۱۵مه، د حاجي ګل اغا په نوم افغان مرستندويه بنسټ زرو واوره ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې پیل کړې.
د دغه بنسټ غړي او د مزارشريف سوداګر حاجي مايل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو درې ورځو پرله پسې واورو له امله د هغو کورنيو حالت، چې د ژوند اقتصادي حالت يې د اندېښنې وړ وو، لا پسې خراب شوى دى.
د هغه په وينا، دوی هوډ وکړ چې له همداسې کورنيو سره به مرسته وکړي، چې په ترڅ کې يې يوې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۲۴ کيلو وريجې او ۵ کیلو غوړي ورکړل شول.
نوموړي زیاته کړه، دغه مرستې نن پيل او د مزارشريف ښار په بېلا بېلو سيمو کې به د سبا ورځې تر پایه پورې زرو اړو واوره ځپلو کورنيو سره وشي.
د هغه په وینا، د اړو کورنيو په ټاکلو کې ورسره ولايتي شورا مرسته کړې ده.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد، چې د مرستو د وېشلو پر مهال يې شتون درلود، پژواک ته وويل، چې د شمال وروستۍ واورې د عادي خلکو لپاره د اندېښنې وړ دي.
نوموړي زیاته کړه، دوی هڅه کوي همداسې عادي کورنيو ته مرستې راجلب کړي او ملي سوداګر وهڅوي، چې له غريبو کورنيو سره مرستې وکړي.
د مزارشريف ښار د بابايادګار سيمې اوسېدونکي محمد نبي پژواک ته وويل، چې په دغه ښار کې د ورځنۍ مزدوري له لارې خپلې کورنۍ ته پیسې ګټي.
نوموړي زياته کړه، چې له تېرو درې ورځو يې هېڅ غريبي نه ده کړې.
د هغه په وینا، د شوې مرستو له امله به يې ترڅو ورځو پورې کورنۍ يو څه په ارامه ساه واخلي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو درې ورځو په شمال زون کې د شوې واروې له امله د ګڼو ولسواليو لارې بندې شوي، يو شمېر کسان مړه شوي او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.