Language

غزني ښار (پژواک ۱۵ سلواغه ۹۲): چارواکي وايي چې د بوديجې د کموالي له امله په غزني کې د اسلامي ثقافت پروژې کارونه په وخت ترسره نه شول.

دغه څرګندونې هغه دولتي پلاوي وکړې، چې نن د سلواغې په ١٥مه، غزني ولايت ته په سفر راغلى و او له ځايي چارواکو سره يې وليدل.

په دې پلاوي کې د ښار جوړونې وزير حسين عبداللهي، سلاکار وزير يوسف پشتون او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو مرستيال مصدق خليلي شامل وو.

د ښار جوړونې وزير وويل، که چېرې دوى ته بوديجه په وخت رسېدلې واى، نو دوى به د اسلامي ثقافت ټولې پروژې په وخت بشپړې کړې واى.

هغه زياته کړه، د  بوديجې د ځنډېدو له امله د ياد پروګرام ستره پروژه هم د پرانيستې مراسمو ته چمتو نه شوه.

د الهي په وينا، د ٢٠١٣ کال د اسلامي ثقافت د مرکز د يو شمېر لويو پروژو کارونه ٨٠ سلنه پرمخ تللي او ډېر ژر به پرانيستل شي.

د ښار جوړونې وزير وويل، چې په غزني کې بايد د ۲۰۱۳ کال لپاره څو کاله مخکې کارونه پيل شوي وای، خو مرکزي دولت په دې برخه کې ناغېړي وکړه، نو له همدې امله يې چارې هم وروسته پاتې شوې.

د هغه په وينا، پر دې پروژه نږدې ۱۷ ميليونه ډالره لګښت راغلی، چې د مرکزي دولت له لوري ورکړل شوى دى.

د ولسمشر سلاکار يوسف پشتون وويل، که چېرې هغه ژمنې چې د نورو هېوادونو له لوري د غزني د ۲۰۱۳ کال په اړه شوې وې، عملي شوې وای، نو اوس به په غزني کې زيات کارونه ترسره شوي وو.

هغه زياته کړه: ((ايران او پاکستان له موږ سره د ميليونونو ډالرو مرستې ژمنه کړې وه، و خو له دې جملې څخه يې هېڅ عملي نه شوه.))

يوسف پشتون وايي، کله چې غزني ولايت د اسلامي هېوادونو پلازمېنه اعلان شو، نو هغه وخت زياتو هېوادونو په دغه ولايت کې د بيارغونې د کارونو ژمنې کړې وې، خو يوه يې هم پلې نه شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو مرستيال مصدق خليلي وويل، چې دغه وزارت د ۲۰۱۳ کال په وياړ په غزني کې نږدې ۳۶ تاريخي اثار له سره رغولي او د نورو تاريخي اثارو رغول ادامه لري.

د هغه په وينا، د دوى د وزارت اړوندې ټولې پروژې بشپړې شوې دي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده وويل، که چېرته غزني ته په وخت سره بوديجه ورکړل شوې وای، د اسلامي ثقافت مرکز کارونه به خلاص و او د دغه کال وروستي مراسمو ته به چمتو شوي وای.

نوموړي زياته کړه: ((وزيران بايد په کرار کېنني، دغه مرکز زيات کارونه غواړي.))

غزني په ۲۰۰۷زېږديز کال کې د ليبيا په طرابلس ښار کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګي چارو د وزيرانو په غونډه کې د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په توګه نومول شوى و.

Related Topics