Language

اسلام اباد ( پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۲ )  : د پاکستان په پيښور ښار کې دیوه ځانمرګي برید له امله ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل شوي دي.

دا ځانمرګی برید نن دسلواغې په ۱۵مه، تر ماښام وروسته د پيښور ښار د قیصه خوانۍ بازار اړونده د رسالدار په کوڅه کې په یوه هوټل کې شوې ده.

د پيښور ښار د پوليسو مشر فيصل مختارد پيښې په ځای خبریالانو ته وویل چې ځانمرګي برید کوونکي ځان د هوټل مخې ته چاودیدلی دی.

فيصل مختار زياته کړه چې چاودنه کښې ٨ تنه په ځائې مړه او ٤٠ ژوبل شوي دي.

خو د پيښور د روغتون چارواکي وایي چې وی ته ۱۰ مړي او تر ۴۰ زیات ټپیان راوړل شوي دي.

راپورونه وایي چې په وژل شویو کسانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې درې ورځې مخکې هم د پيښور په یوه سینما کې چاودنې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.