Language

کاپيسا کې وسله والو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

محمودراقي (پژواک ١٥ سلواغه ٩٢): دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال لږ تر لږه دريو دولتي سرتېرو او نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د سيمې ځيني اوسېدونکي دعوه کوي، چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړي هم ټپيان شوي، خو د کاپيسا امنيه قومانداني دا څرګندونې بې ځايه بولي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال اسدالله حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملي اردو او ملي پوليسو پرون او وړمه ورځ په تګاب کې چاڼيز عمليات ترسره کړل.

د ده په وينا، په دغو عملياتو کې د دولت درې وسله وال مخالفين وژل شوي، شپږ وسله وال طالبان، يو د ملي اردو سرتېرى او دوه ملي پوليس ټپيان شوي دي .

هغه وايي، چې د عملياتو پر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د کاپيسا د ولايتي شورا مشر حسين سنجني وايي، چې په دغو عملياتو کې يو شمېر ملکي وګړي ټپيان شوي دي .

 دى وايي، چې د ټپي شوو ملکي وګړو شمېر نه دى معلوم، خو معلومات يې ترلاسه کړي چې په عملياتو کې يو پوليس او درې وسله وال طالبان  وژل شوي او دوه د ملي اردو سرتېري او درې طالبان ټپيان شوي دي .

د تګاب د بدراب سيمې اوسېدونکى الله محمد وايي، چې د عملياتو پر مهال د دې ولسوالۍ په شاکوټ، غني خېلو ، کرم خېلو او ځينو نورو سيمو کې نښتې شوې او ځيني کورونه هم زيانمن شوي دي .

دى وايي، چې د دولتي ځواکونو له مرګ ژوبلې خبر نه لري، خو د نښتو پر مهال وسله وال طالبان ټپيان شوي،چې کره شمېر يې ده ته نه دى معلوم.

هغه دعوه کوي، چې په عملياتو کې ١٥ ملکي وګړي هم ټپيان دي.

د ده په وينا، له دغو کسانو د يو شمېر ټپونه برسېرن دي او روغتون ته نه دي لېږدول شوي، خو د ځينو ټپونه ژور دي او په تګاب کې د ملي اردو مرکز ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي .

د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کوي، چې د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې په تېرو دوو ورځو کې له دولتي ځواکونو ٧ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.