Language

د جلال اباد ښاروالي د کرکټ لوبغالي جوړېدو مخه نيسي

جلال اباد (پژواک ١٦ سلواغه ٩٢): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ننګرهار ښاروالۍ په جلال اباد ښار کې د دوى له خوا د يوه معياري کرکټ لوبغالي د جوړولو مخه نيولې ده.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار ولايت پخوانيو چارواکو د بهسودو پله ته څېرمه ځمکه د کرکټ لوبغالي لپاره ورکړې وه.

هغه زياته کړه، دوى پلان درلود، چې په دې ځمکه کې د سلګونو زرو ډالرو پانګونه وکړي او د کرکټ يو معياري لوبغالى جوړ کړي.

خو ډاکټر مراد وايي، چې د ننګرهار ښاروالۍ له لوري له دوى سره په دې برخه کې نه يواځې دا چې همکاري نه کېږي، بلکې د دغه کار مخه يې هم نيولې ده.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وويل، چې ښاروالۍ د دوى د هغو پرمختيايي پلانونو پر وړاندې خنډ جوړوي چې دوى غواړي په دې شاړه ځمکه کې يوه معياري او ښکلى لوبغالى جوړ کړي.

د هغه په وينا، د کرکټ بورډ ادارې له تېرو څو مياشتو راهيسې د يادې ځمکې ترلاسه کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې، خو د ښاروالۍ له لوري د دې ادارې وړانديزونو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

ډاکټر مراد د دغه ولايت پر ځوانانو غږ وکړ، چې د خپل مشروع حق ترلاسه کولو او په دغه ولايت کې د کرکټ پرمختيايي چارو د چټکتيا لپاره له کرکټ بورډ سره همکاري وکړي.

دى زياتوي، چې کرکټ په هېواد کې د پرمختګ او ملي يووالي شعور ته دومره وده ورکړه چې د پرمختيايي چارو لړۍ يې د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوله او مليتونه يې د يوه هدف لپاره تر يوه چتر لاندې په ملي انګېزه سره راټول کړل.

د ننګرهار ولايت ځوانان او لوبغاړي هم له ولايتي چارواکو او ښاروالۍ غواړي چې ژر تر ژره ياده ستونزه هواره کړي.

د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکى محفوظ الحق وايي، چې د ننګرهار په غازي امان الله خان ښارګوټي کې جوړ شوى د کرکټ لوبغالى ډېر لرې دى او خلک نه شي کولى چې د لوبو نندارې ته هلته ولاړ شي.

هغه زياتوي چې د بهسودو پله ترڅنګ دغه ځمکه د کرکټ معياري لوبغالي لپاره مناسب ځاى دى او کرکټ بايد په کې په نړيوال معيار برابر لوبغالى جوړ کړي.

د جلال اباد ښار يو تن اوسېدونکى او د کرکـت لوبغاړى عبدالکريم هم ورته خبره کوي او زياتوي چې تر غازي امان الله خان ښارګوټي پورې امنيتي او اقتصادي زيانونه لري.

دى وايي، که چېرې د بهسودو پله ترڅنګ لوبغالى جوړ شي، نو هم به د لوبې نندارې ته په زيات شمېر کې مينه وال راځي او هم به په ښار کې لوبغاړو ته د تمريناتو زمينه برابره شي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې کرکټ که هر ځل له ولايتي ادارې سره کومه موضوع شريکه کړې دوى ورسره قانوني مرسته کړې ده.

نوموړى وايي، چې ياده موضوع د ننګرهار په ښاروالۍ پورې تړلې ده او که چېرې دوى ته رسمي راجع شي نو هر ډول قانوني مرسته به ورسره وکړي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د جلال اباد د ښاروال او يا هم د مرستيال نظر واخلي خو له پرله پسې اړيکو سره سره هم موږ ونه توانېدو او نه مو هم ياد مسوولين په ښاروالۍ کې پېدا کړل.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.