Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل د پوهنې رياست سلاکار په کوېټه کې ووژل شو

کلات (پژواک ١٦ سلواغه ٩٢): د زابل ولايت د پوهنې رياست يو سلاکار د پاکستان په کوېټه ښار کې د وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون مازديګر د پاکستان د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې د پوهنې رياست يو سلاکار او پخوانى جهادي قوماندان اسدالله خاکيار د وسله والو طالبانوله لوري وژل شوى دى.

نوموړی زياته کړه، چې د وسله والو طالبانو دغه کار د پوهنې پر وړاندې ستره جفا ده او دوى يې په کلکه غندني.

د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين هم د پېښې د پخلي تر څنګ وويل، چې خاکيار کور ته په ژمنۍ رخصتي تللی و، خو دری ورځې وړاندې د وسله والو طالبانوله لوري له خپل کور څخه د ځينو پوښتنو په پلمه بيول شوی و.

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د خاکيار تر وژلو وروسته د هغه مړى په يوه سيمه کې اچولى و او پرون ځايي خلکو موندلى دى.

لودين وايي، چې خاکيار په سياسي او نظامي فعاليتونو کې ښکېل نه و او يواځې د پوهنې په برخه کې يې د هېوادوالو خدمت کاوه.

اسدالله خاکيار د روسانو پر وړاندې د جهاد پر مهال په زابل کې د اسلامي حزب مهم قوماندان و .

تر دې وړاندي په بلوچستان ايالت کې د نامعلومو وسله والو په بريدونو کې د طالبانو يو شمېر مهم کسان هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.