غزني ښار (پژواک ۱۶ سلواغه ۹۲): امنيتي چارواکي وايي چې د غزني ښاراړوند د خواجه علي په سيمه کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان وژل شوى دى.
د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وژل شوي ياد قوماندان د غزني ښار په چاودنو او بريدونو کې لاس درلود.
هغه وايي چې د ګل محمد په نوم ياد قوماندان نن سهار په غزني ښار کې له پوليسو سره په يوه نښته کې ووژل شو.
امنيه قوماندان وويل، چې ګل محمد په غزني ښارکې د چسپکې ماينونه په لګولو او د امنيه قوماندانۍ د يوه افسر نجيب الله په وژنه کې هم لاس درلود.
دغه راز هغه زياته کړه، چې ګل محمد پرون يو نظامي څارنوال هم ټپي کړى و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.