مزارشريف (پژواک ١٦ سلواغه ٩٢): په بلخ ولايت کې د مدني ټولنو او د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په يوه ګډه ناسته کې د ټاکنو په ورځ د راى پاڼو پر کمېدو اندېښنه وښودل شوه.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۱۶مه د شمال زون د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې د راتلونکو ټاکنو په اړه د مدني ټولنو له خوا د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو په ورځ د رايې ورکولو د پاڼو پر کمېدو اندېښنه وښودل شوه.
د اميد هم زيستي ټولنې استازي سيدمحمد يزدان پرست وويل، چې د دوی د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ د دې شونتيا شته، چې د راتلونکو ټاکنو په ورځ د رايې ورکولو پاڼې کمې شي.
نوموړي زياته کړه، چې په ټول هېواد کې ۲۰ ميليونه کسانو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي ؛ خو د رايې ورکولو ۱۴ميليونه پاڼې چاپ شوې دي.
د هغه په وينا، له پورته شمېرو په ډاګه کېږي، چې د کارتونو په پرتله د رايو پاڼې خورا کمې دي او د دې وېره شته، چې د ټاکنو په ورځ کمې شي او ډېر خلک له رايې ورکولو بې برخې پاتې شي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، هم د يادې اندېښنې پخلی وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو ټاکنو کې د بلخ ولايت په ځينو محلونو کې د رايې ورکولو پاڼې کمې شوې، چې له امله يې ځينې خلکو خپله رايه ونه شوه کارولی.
د هغه په وينا، که چېرې رښتيا هم د ټاکنو د کارتونو په پرتله راى پاڼې کمې چاپ شوې وي؛ نو لرې نه ده چې په راتلونکو ټاکنو کې يو ځل بيا د بلخ د اوسېدونکو د رايو پاڼې کمې شي.
حديد د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه غوښتنه وکړه، چې سر له اوسه په دغه ولايت کې د راى پاڼو د پوره والي په اړه جدي هڅې وکړي.
د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان وويل، دوی هغه ټولې اوازې ردوي، چې ممکن د ټاکنو په ورځ د رايې ورکولو پاڼې کمې شي.
نوموړي زياته کړه، چې په ټول هېواد کې په تېرو پنځو دورو کې ۲۰ ميليونه خلکو کارتونه اخيستې دي.
د هغه په وينا، د ټاکنو کمېسيون د خپل ټاکلي حساب له مخې د رايې ورکولو پاڼې چاپوي، چې په هېڅ صورت کې په کې کمښت نه راځي.
ارمان د بلخ ولايت په اړه وويل، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو ۳۱۹ مرکزونه او ۱۰۰۲ محلونه دي، چې د هر محل لپاره ۶۰۰ پاڼې ځانګړې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه په بلخ ولايت کې ۲سوه زره او ۸۷۰۰ کسانو د ټاکنو کارتونه اخيستې دي.
د هغه په وينا، د ټاکنو کمېسيون د رايې پاڼې ځکه ډېرې نه چاپوي، چې له دې لارې هم په ټاکنو کې د درغليو لپاره لاره هوارېدای شي.
ټاکل شوې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ـټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.