Language

په پروان کې زده کوونکي د کانکور له ځنډېدو سرټکوي

چاريکار (پژواک ١٦سلواغه ٩٢): په پروان کې د دوولسم ټولګي يو شمېر فارغان سرټکوي، چې د کانکور په ازموينه کې د ګډون په موخه له لرې پرتو سيمو د دې ولايت مرکز ته راغلل، خو ازموينه وځنډول شوه.

ټاکل شوې وه، چې په پروان کې د کانکور ازموينه نن (د سلواغې په ١٦مه) د دوولسم ټولګي د ٦٠٠٠ تنو فارغانو په ګډون په مرکز  چاريکارو کې واخيستل شي. 

په ازموينه کې د ګډون په موخه د دوولسم ټولګي يو شمېر فارغان، تېره ورځ د دې ولايت له بېلابېلو ولسواليو څخه چاريکارو ته راغلي دي.

له يادو کسانو څخه د شېخ علي ولسوالۍ اوسېدونکي جمشېد پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې ولسوالۍ څخه يواځې له ده سره شاوخوا ٦٠ تنه د دوولسم ټولګي فارغانو په موټر کې شاوخوا يو نيم ساعت لاره ووهله او  چاريکارو ته راغلل، خو چارواکو ورته وويل چې ازموينه د ناسمې هوا له امله ځنډول شوې ده.

د پروان په مرکزي سيمو کې تېره شپه واوره او باران اورېدلى، خو نن هلته که څه هم چې هوا سړه وه، اورښت نه و.

جمشېد د ازموينې پر ځنډولو نيوکه کوي او وايي، د ازموينې د ګډونوالو ستونزې بايد په پام کې نيول شوې وى او ازموينه نه وى ځنډېدلې.

هغه وويل، چې له شېخ علي او نورو ولسواليو څخه راغلي د دوولسم ټولګي ډېر شمېر فارغان، له دې امله چې په وخت په ازموينه کې ګډون وکړى شي، تېره ورځ چاريکارو ته راغلي دي. 

د جمشېد په وينا، ده او ځينو کسانو تېره شپه له خپلو خپلوانو کره تېره کړه، خو له ولسواليو څخه راغلو ډېرو کسانو په هوټل کې شپه تېره کړې ده.

دى وايي، له دې امله چې تراوسه د ازموينې لپاره  ورځ نه ده ټاکل شوې، دوى اړ دي، چې د موټرو د تګ راتګ کرايه پر غاړه واخلي او بېرته خپلو سيمو ته ولاړ شي، ځکه چې په هوټلونو کې د شپې تېرولو لپاره پيسې نه لري او د خپلوانو په کورونو کې هم د ډېرو شپو لپاره نه شي پاتې کېداى.

له چاريکارو څخه تر شېخ علي له يوې خوا په تونس موټرو کې د يو تن کرايه ٢٥٠ افغانۍ ده.

د پروان د سياه ګرد ولسوالۍ اوسېدونکى بريالى هم د کانکور د ځنډېدو له املو له ورته ستونزو سرټکوي او  وايي، دى او د دې ولسوالۍ شاوخوا ١٥٠ تنه د دوولسم ټولګي فارغان تېره ورځ په ازموينه کې د ګډون په موخه چاريکارو ته راغلي، يو ساعت يې په موټر کې سفر کړى او ډېرو يې په هوټلونو کې شپه تېره کړې ده.

له چاريکارو تر سياه ګرد پورې يو ساعت د موټر لار ده او له يوې خوا په تونس موټرو کې د يو تن کرايه ٢٠٠ افغانۍ ده.

دغه راز ګل زمان، چې د دې ولايت له کوه صافي ولسوالۍ څخه په ازموينه کې د ګډون په موخه تېره ورځ چاريکارو ته راغلى ، وايي چې شپه يې په هوټل کې تېره کړې او د يوې شپې يې ٥٠٠ افغانۍ کرايه ورکړې ده.

هغه زياتوي، له دې ولسوالۍ څخه شاوخوا ٣٠٠ تنه په ازموينه کې د ګډون په موخه چاريکارو ته راغلي او هر يوه يې له يوې خوا ٢٥٠ افغانۍ کرايه ورکړې او ډېرو يې شپه په هوټل کې تېره کړې ده.

ده هم وويل، چې د خلکو ستونزو ته په پام بايد ازموينه نه وى ځنډول شوې، ځکه چې نن اورښت نه و او د ازموينې د اخيستو امکان شتون درلود.

د پروان پوهنتون مشر عطامحمد پويا هم دا مني، چې نن ورځ د ازموينې د اخيستو لپاره ټاکل شوې وه، خو وايي له دې امله چې د شپې اورښت شوى، ځنکه لمده ده او هوا مناسب نه ده، ازموينه وځنډول شوه.

د هغه په وينا، دوى د دې لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سم ازموينه وځنډوله، ترڅو په راتلونکو ورځو کې په مناسبه هوا کې په رڼه ډول واخيستل شي.

دى وايي، چې د ازموينې نېټه به د هوا حالاتو ته په پام وروسته اعلان شي.

د لوړو زده کړو وزارت وياند عبدالعظيم نوربخش هم تاييد کړه، چې دغه ازموينه د مجبوريت له مخې ځنډول شوې، ځکه چې هوا مناسب نه وه او ښايي چې ځينې کسان د ناسمې هوا له امله له ازموينې پاتې شي.

 د هغه په وينا، تر دې دمه د هېواد په نورو ولايتونو کې ازموينه اخيستل شوې، خو په پروان، بلخ، هرات او کابل کې به په راتلونکې کې واخيستل شي.

په لوګر کې د کانکور ازموينه، په ازموينه کې د شويو درغليو له امله لغوه اعلان شوه او له غزني څخه هم د کانکور په ازموينه کې د درغليو راپورونه ورکړل شوي دي.

د نوربخش د معلوماتو له مخې، تر دې دمه ١٥٠زره تنو د کانکور په ازموينه کې ګډون کړى او ښايي تر سلو زرو نور هم په پاتې ولايتونو کې په ازموينه کې برخه واخلي.

 د ده په وينا، په پام کې ده چې د کانکور له ګډونوالو څخه ٥٧زره د لوړو زده کړو او ٦٠زره د نيمه لوړو زده کړو په دولتي موسسو کې جذب شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.