کندوز، تالقان (پژواک ١٦ سلواغه ٩٢): په کندوز او تخار ولايتونو کې د واورې ورېدنې او لارو بندښت له امله د سون توکو بيې ډېرې لوړې شوې دي.
ياد دوه ولايتونه، له يکشنبې نيولې تر پرون شپې پورې د درنې واورې شاهد وو او له دې پرته، چې د دغو ولايتونو ښارونو لارې د يخ له امله تړل شوې او يخني په کې ډېره ده؛ د تخار د ١٤ ولسواليو لارې هم بندې دي.
نن واوره درېدلې، خو ورځنۍ چارې ټکنۍ دي. د کندوز او تخار ډېرى هټۍ تړل شوي او خلک هم ډېر کم تر سترګو کېږي او دغه راز د خلکو ډېر کم موټر د ځنځيرونو په تړلو پر سړکونو معلومېږي.
په يادو دوو ښارونو کې د واورې لوړوالى، له ٥٠ تر ٧٠ سانتي مترو پورې رسېږي، خو په ولسواليو کې تر دې هم ډېره ده او د يخنۍ درجه له منفي لسو لوړه ده.
خلکو د سږ کال واورې او يخني تاريخي بللې او وايي، دغو سړو ته يې له وړاندې چمتووالى نه درلود، نو له همدې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي او په ځانګړي ډول د سون توکو بيې ډېرې لوړې شوې دي.
د کندوز ښار يوه اوسېدونکي ولي محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو من لرګي سلو افغانيو ته لوړ شوي، په داسې حال کې چې له دې وړاندې ٦٠ افغانۍ و. يو کيلو اوبلن ګاز هم له پنځوسو افغانيو څخه ٧٠ افغانيو ته لوړ شوى دى.
هغه زياته کړه: “موږ په کور کې اته کسان لرو او مزدوري کوو، خو اوس بازار هم کنګل دى او کار هم نه پيدا کيږي؛ د ګاز او لرګيو اخيستو وس نه لرو، حيران يم چې بچيان او ښځه څرنګه له سړو وساتم.”
نوموړي زياته کړه، په کندوز کې تېر ژمى دغه راز سختې واورې او ساړه نه و تر سترګو شوي او اوسمهال يې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
خو د کندوز ښار ښاروال نجيب الله عمرخېل، د لومړنيو توکو په ځانګړي ډول د سون توکو د بيو لوړېدل مقطعي وبلل او ويې ويل، دوى د ازاد بازار اقتصاد له مخې، د بيو په راټيټولو کې لاسوهنه نه شي کولى.
د تخار ولايت مرکز تالقانو ښار کې هم د هوا او ټولنيزو چارو وضعيت د کندوز ښار په څېر دى. په ښار کې د خلکو او موټرو ډېر کم تګ راتګ تر سترګو کېږي او د سون توکو بيې له ٢٠ افغانيو څخه تر ٣٠ افغانيو پورې لوړې شوې دي.
د تالقانو ښار اوسېدونکي سيف الدين وويل: “په خپل عمر کې مې دومره واوره په سترګو نه ده ليدلې، په رښتيا هم له حده ډېره واوره ورېدلې، پرون مو اندازه کړه، له پنځوس سانتي څخه ډېره وه او هوا هم ډېره يخه ده او په دې سختې يخنۍ کې بې وسه کورنۍ د اوليه او سون توکو د اخيستو وس نه لري.”
هغه زياته کړه، د ښار ډېرې کمې هټۍ پرانيستل شوي او هټۍ والو هم له وخته په ګټې، د لومړنيو خوراکي او سون توکو بيې لوړې کړې، خو د دې امکان شته، چې د هوا حالت به عادي حالت ته راوګرځي او د خوراکي او سون توکو بيې به هم ورسره راپريوځي.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې له بهارک او بنګي ولسواليو پرته د تخار ولايت نورې ټولې ١٤ ولسوالۍ له تېرو درېيو ورځو راهيسې د سختې واورې ورېدو له امله بندې دي او د خوراکي او سون توکو بيې په کې د تالقانو ښار په پرتله لوړې شوې دي.
د تخار له طبيعي پېښو سره د چمتووالي رييس عبدالرازق زنده پژواک ته وويل، چې دوى د ژمنيو پېښو پر وړاندې تدابير نيولي او د طبيعي پېښو په څرګندېدو سره د پنځو زرو کورنيو لپاره د مرستې رسولو وس لري.
کندوز او تخار ولايتونه د هېواد له شمال لوېديځو ولايتونو ګڼل کېږي، چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP