جلال اباد(پژواک١٧سلواغه٩٢): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي ، چې د ګډو عملياتو په پايله کې يې د چپرهار ولسوالي له وسله والو پاکه کړې ده.
دوى زياتوي، چې په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو عملياتو کې څلور پاکستاني وسله وال او له شلو زيات شکمن کسان له لسو ميلو زياتو وسلو او نورو مهماتو سره نيول شوي دي.
په چپرهار ولسوالۍ کې د ننګرهار د امنيه قوماندان او د ٢٠١ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان نن د سلواغې په ١٧مه په يوه ګډ کنفرانس کې رسنيو ته وويل ، چې د چپرهار په ولسوالۍ کې يې عمليات بشپړ کړي او ټوله ولسوالي يې د وسله والو له شتون څخه پاکه کړې ده.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال دادان لونګ چې د دغو عملياتو مشري يې پر غاړه لرله ، وويل چې د عملياتو په ترڅ کې يې ګڼې لاسته راوړنې لرلې او ياده ولسوالي يې د وسله والو له ګواښه خلاصه کړې ده.
جنرال لونګ وويل : (( موږ د چپرهار ولسوالۍ پر لار د ملي پوليسو او نظم عامه پوليسو پوستې جوړې کړې او لاره په امن کې شوه.))
نوموړى وايي ، چې د يادې ولسوالۍ په ډاګو سيمه کې يې د ملي اردو يو ډېر قوي جزتام ځاى پر ځاى کړ، چې د ضرورت په وخت کې به د ملي پوليسو ملاتړ کوي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسول فضل احمد شېرزاد بيا وايي، چې په يادو عملياتو کې يې شاوخوا ١٢ ميله وسلې تر لاسه کړي، شاو خوا ٨٠ کيلو ګرامه يې نشه يي توکي تر لاسه کړي،٤٢ حلقې ماينونه يې هم کشف او شنډ کړي دي.
نوموړى وايي، چې يو شمېر پاکستاني اتباع او له شلو زيات نور شکمن وسله وال يې هم نيولي دي.
امنيه قوماندان وايي: (( د ملي اردو يونيفورم چې وسله والو ترې ګټه اخيسته هم نيول شوي، ناچاوده توکي هم تر لاسه شوي، دوه عرادې وسايط مو هم نيولي دي.))
شېرزاد وويل ، ټاکنيز لس سايټونه چې تر ستر امنيتي ګواښ لاندې وو اوس نورمال حالت ته راغلي او د نورو مرکزونو د امن کولو لپاره يې په نورو ولسواليو کې هم عمليات پلان کړي دي.
دى وايي ، چې ډېر ژر به په دغه ولسوالۍ کې سل سيمه ييز پوليس فعاله کړي، چې د امنيت په راوستو کې به مهمه ونډه واخلي.
ده زياته کړه ، چې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ لپاره ٢٠٠ سيمه ييز پوليس، د بټي کوټ لپاره ١٠٠ پوليس، د حصارک لپاره ١٥٠ او د شېرزادو لپاره ١٠٠ منظور شوي، چې ډېر ژر به په يادو ولسواليو کې فعاله شي.
نوموړى وايي، په چپرهار ولسوالۍ کې يې هم د کوکنارو کښت ليدلى، چې اوسيدونکو ته يې خبر ورکړى، تر څو ټول کوکنار له منځه يوسي.
دى وايي ، چې که بزګرو کوکنار په خپله ختم نه کړل، نو په وروستيو عملياتو کې به يې دوى له منځه يوسي.
د چپرهار ولسوال قاضي نذير پژواک اژانس ته وويل ، چې پخوا دغې ولسوالۍ ته يو شمېر مامورين د وسله والو له ويرې نه راتلل، خو له عملياتو وروسته يې ټول مامورين په ډاډه زړه خپلو دندو ته راغلي دي.
نوموړى وايي ، چې ولسونه هم ډېر خوښ دي او يادو عملياتو وکولى شول ، چې دغه ولسوالي د وسله والو له ګواښه پاکه کړي.
ولسوال له امنيتي ادارو وغوښتل ، چې د دغې ولسوالۍ د امنيت په ساتلو کې دې له دوى سره مرسته وکړي او دى به وروسته له دې له قومي مشرانو سره هم وغږيږي، تر څو وسله والو ته په خپلو سيمو کې ځايونه ورنه کړي.
ياده دې وي ، چې چپرهار د ننګرهار يو له هغو ناامنه ولسواليو څخه وه، چې حکومت يواځې تر ولسوالۍ پورې محدود و، په تېر يوه کال کې له لسو زيات دولتي مامورين په دغه ولسوالۍ کې ووژل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP