Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لار د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

چاريکار (پژواک ١٧سلواغه ٩٢): د سالنګ لويه لاره د سختو واورو ښوېيدنو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

دغه لار ، چې د هندوکش په لوړو غرونو کې له څه باندې دوه کيلومتره اوږد تونل څخه تېريږي ، د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امر جنرال عبدالرجب نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په شمالي سالنګ کې يو ځاى او په سوېلي سالنګ کې پنځه ځايه  واروې ښوېيدلي او له امله يې د نن له غرمې مخکې  له نهو بجو راهيسې لاره تړل شوې ده.

دى وايي، چې په دې واورو ښوېيدنو کې چاته زيان نه دى اوښتى.

رجب چې له غرمې مخکې په څه باندې نهو بجو يې له پژواک سره خبرې کولې ، وويل چې په سالنګونو کې له تېرې شپې راهيسې واوره اوري او د نورو واورو ښوېيدنو امکان هم شته.

دغه لاره تېره يکشنبې ، دوشنبې او سه شنبې ورځې هم د واورر ښوېيدنو له امله تړل شوې وه.

هر کال په ژمي کې په سالنګونو کې سختې واورې اوري او کله نا کله مسافر هم له سختو ستونزو سره مخ کوي.

د ١٣٨٨ کال په سلواغه مياشت کې په سوېلي سالنګ کې واورو ګڼ شمېر موټر لاندې کړل ،چې له امله يې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.