مزارشريف (پژواک ١٧ سلواغه ٩٢): د سرپل امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د لوړ امنيتي ګواښ له امله د ټاکنو د رايې اچونې ۳۲مرکزونه حذف شوي دي.
د دغه ولايت د امنيت امر ډګروال غلام سخي حيدري د سلواغې په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په سرپل کې د ټاکنو د رايې اچونې ۱۴۳ مرکزونه وو، چې له دغو مرکزونو څخه يې ۳۲ له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ وو او حذف کړای شول.
د هغه په وينا، دغه مرکزونه د سرپل د مرکز په شېرم سيمه، په کوهستانات، صياد، سنچارک او سوزمه قلعه ولسواليو کې وو.
حيدري وويل، دمګړۍ په دې ولايت کې د ټاکنو د رايې اچونې ۱۱۱ مرکزونه دي، چې هېڅ يو يې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ نه دی.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو مرکزونو کې ۷۹ په عادي حالت کې دي او پاتې يې له منځني او ټيټ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
د هغه په وينا، دوی هڅه کوي د ټاکنو تر ورځې د سرپل ولايت د رايې اچونې د مرکزونو منځني او ټيټ ګواښونه هم له منځه يوسي.
خو د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر حاجي عبدالرحمان فريد پژواک ته وويل، چې دوی د ټاکنو د رايې اچونې مرکزونو د امنيت په اړه د څه ويلو حق نه لري.
نوموړي زياته کړه: ((زه له مرکزه اجازه نه لرم، چې د ټاکنو د رايې اچونو د مرکزونو امنيتي ګواښ او يا هم د حذف کېدو او يا نه حذف کېدو په اړه خبره وکړم.))
د ده په خبره، د دوی د معلوماتو له مخې، په سرپل کې د ټاکنو د رايې اچونې ۱۴۳ مرکزونه دي.
فريد وويل، چې مرکزي دفتر لا ورته د حذف شويو مرکزونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
نوموړي په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ د کانديدانو د کمپايني چارو په اړه وويل، چې د واورو د ورښت او سوړ موسم له امله دغه چارې ټکنۍ پر مخ ځي.
د هغه په وينا، تر دې دمه د ډاکټر اشرف غني احمدزي، قيوم کرزي او استاد عبد رب الرسول سياف کمپانيزې چارې پيل شوې دي.
د ټاکنو د کمېسيون مسوول وويل، چې د وروستيو ورښتونو له امله په دغه ولايت کې د رايې د کارت اخيستنې چارې هم له يو څه ټکنيتوب سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې د سوړ موسم او د لارو د بندېدو له امله په تېرو دوه ورځو کې د کارت اخيستنې پروسه ټکنۍ پر مخ ځي.
د هغه په وينا، تر دې دمه په سرپل ولايت کې ۷۷زره ۵۳۳ کسانو د ټاکنو د رايې اچونې کارتونه ترلاسه کړي دي.