Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ( پژواک، ١٧ سلواغه ٩٢ ) : وسله والو طالبانو د افغانستان  له ولسمشر حامد کرزي سره د سولې د پـټو خبرو په اړه د نيويارک ټايمز راپور رد کړ.

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز د سلواغې په ١٧مه، خبر ورکړى و، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې دافغانستان د ولسمشر حامد کرزي او وسله والو طالبانو په اړه د سولې پټې خبرې روانې دي.

سپينې ماڼۍ هم پرون له دغو پټو خبرو سره خپل ملاتړ اعلان  او زياته کړې يې وه، چې دوى تل دافغانانو په مشرۍ دسولې د پروسې ملاتړ کړى دى.

خو وسله والو طالبانو د نيويارک ټايمز ياد راپور رد کړى دى.

د طالبانو ديوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د سلواغې په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نيويارک ټايمز ناسم راپور خپور کړى دى.

سرچينې زياته کړې : (( موږ د نيويارک ټايمز  دغه راپور  په داسې حال کې  ردوو، چې له رسنيو سره مو په مخامخ تماس کې دوه ورځې وړاندې هم د دغه راپور په اړه خپل دريځ روښانه کړی دى.))

مجاهد  ويلي، چې ځينې رسنۍ په يو اړخيز ډول  د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په غلط راپور   استناد کوي، نوځکه دوى دا راپور يو ځل بيا ردوي او دا د طالبانو پر وړاندې د پروپاګنډ يوه برخه بولي.

د هغه په وينا، طالبان په پټو او بې ادرسه خبرو هېڅ باور نه لري.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.