Language

جلال اباد ښار (پژواک، ١٨سواغه٩٢): د دوو محلي رسنيو په نوښت، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سيرت النبي سيالي ترسره شوه، چې د ښوونځو د زده کوونکو په ګډون پکې څه دپاسه ٤٠٠ تنو ګډون درلود.

دا سيالي د مينې راډيو او تابان تلوېزيون د مسوولينو له خوا ترتيب شوې وه، چې موخه يې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص د سيرت او اخلاقو په اړه د ننګرهار د ځوانانو د پوهې کچې لوړول دي.

ددې سيالۍ برابروونکي اکمل ظاهر پژواک خبري اژانس ته وويل، پنځو ګډونوالو ته به چې لوړې نومرې ترلاسه کړي، په ترتيب سره لپ ټاپ کمپيوټر، بايسکلونه، د موبايل سيټ او د کتاب جايزه ورکړي.

ظاهر وويل ، چې د امتحان د پارچو ارزونه به په ننګرهار کې د اوو جيدو علماوو له خوا ترسره شي او يوه اونۍ وروسته به يې نتايج اعلان شي.

دا لومړى ځل دى ، چې په ننګرهار کې دا ډول سيالي ترسره کېږي.

د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي١٣ کلن فرهاد، چې د شپږم ټولګي زده کوونکى دى، هم په دې ازموينه کې برخه اخستې وه.

فرهاد وايي، چې د سيالۍ د تنظيموونکو له سپارښتنې سره سم يې هغه کتاب په دقيق ډول لوستلى، چې د نبي کريم ص د سيرت په اړه هر اړخيز معلومات لري.

دى وايي، پلار او وروڼو يې هم په سيالۍ کې برخه درلوده، خو هيله مه من دى، چې په ازموينه کې لوړه نومره ترلاسه کړي او د لپ ټاپ کمپيوټر جايزه وګټي.

په سرخرود ولسوالۍ کې د اتم ټولګي زده کوونکې، ياسمين وايي ، په سيرت نبي ځان پوهول هم د اخرت ګټه ده او که لوړه نومره واخلي، نو کولى شي چې دنيوي ګټه هم ترې ترلاسه کړي.

ياسمين وايي، پوښتنې يې ښې حل کړې دي او هيله لري، چې د لومړيو پنځو کسانو په ډله کې راشي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.