Language

لښکرګاه ( پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۲ : په هلمند ولایت کې دسړې هوا او بارانونو له امله د کورونو د ړنګیدو له امله د پنځو کوچیانو په ګډون اوه کسان مړه شوي دي.

 د هلمند د والي ویاند عمر ځواک دسلواغې په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښې پرون په سنګین ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

هغه زیاته که چې پنځه تنه کوچیان د سړې هوا له امله مړه شوي او په یوه بله پيښه کې د کورونو د نړیدو له امله دوه تنه مړه او یو ټپي شوی دی.

د سنګین ولسوال ایوب عمر عمري پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښې د ولسوالۍ په دوو کلیو کې رامنځته شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د سړې هوا له امله د کوچیانو تر ۹۰۰ پورې څاروي هم مړه شوي دي.

دیادونې وړ ده چې له تیرې یوې اونې راهیسې  د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د واورو او سړې خوا څپې راغلي چې له امله یې تر اوسه تر ۳۰ زیات هیوادوال مړه شوي دي.