Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لسګونو سناتورانو او وکیلانو د ډاکټر زلمي رسول د ملاتړ اعلان وکړ

کابل ( پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۲ ) :  ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر زلمي رسول مطبوعاتي دفتر وایي چې لسګونو وکیلانو او سناتورانو ددوی د ملاتړ اعلان کړی دی.

د ډاکټر زلمي رسول د کمپاین د مطبوعاتي دفتر لخوا دسلواغې په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې وکیلانو او سناتورانو دغه اعلان نن د ولسي جرګې  د لومړي مرستیال میرویس یاسیني په کور کې سره راټول شوي وو.

سرچینې زیاته کړې چې په دې غونډه کې پخپله د ولسمشرۍ کاندید ډاکټر زلمی رسول، د هغه مرستیال حبیببه سرابي هم ګډون درلود.

په خپرباڼه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې د ولسي جرګې ۵۱ وکیلانو او د مشرانو جرګې ۲۲ سناتورانو د ډاکټر زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې د ډاکټر زلمي رسول  د کمپاین پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټولټاکنې د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په ۱۶مه، ترسره شي. د ولسمشرۍ لپاره ۱۱ کاندیدان په میدان کې دي او ددوی ټاکنیزې مبارزې دسلواغې په ۱۳مه پیل شوې دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.