Language

کابل (پژواک،١٨سلواغه ٩٢): پژواک خبري اژانس په افغانستان کې د کانونو په اړه د هر اړخيزو معلوماتو وړاندې کولو او په دې برخه کې د پانګونې د هڅونې په موخه د ” کانونه” ځانګړې پاڼه رامنځته کړه.

تاسو کولى شئ د افغانستان د هر ولایت د کانونو په اړه له دې پاڼې څخه په دې ادرس (www.mines.af) په پښتو، دري او انګليسي ژبو عمومي معلومات، انځورونه، ويډيوګانې او نور موضوعات ترلاسه کړئ.

پژواک خبري اژانس د خپلواکې رسنۍ په توګه له تېرو لسو کلونو راهيسې نږدې د افغانستان ټول ولايتونه تر پوښښ لاندې راوستي دي او د هېواد د ورځنيو پېښو په اړه په ملي او نړيواله کچه خلکو ته نوي معلومات په ليکلي، تصويري او ويډيويي بڼه وړاندې کوي. 

تر درېيو سوو ډېرې ملي او نړيوالې رسنۍ له پژواک خبري اژانس سره مستقيمې اړيکې لري او له معلومات يې د تړون په بدل ګټه پورته کوي.

پژواک اژانس له څه مودې راهيسې د هېواد د کانونو  په اړه د معلوماتو پر راټولو او څېړنې پيل کړى دى، څو خلک له دې ملي  شتمنۍ څخه خبر کړي او افغانستان د کانونو په اړه شته لاسته راوړنې له ټولو سره شريکې کړي.

د معلوماتي توکو په پاڼه کې (د افغانستان د کانونو پېژندنه، د کانونو او پټروليم وزارت پېژندنه، د وزير او مرستيالانو ژوند ليکونه، د کانونو نقشې، د پانګونې اسانتياوې، د کانونو شرکتونو پېژندنه، د کانونو د استخراج تړونونه، د افغانستان صنايع، د کانونو صادرات، په کانونو کې د کارګرو بوختيا او جيولوجي سروې ګانې) د لوستونکو لپاره وړاندې کېږي.

 د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د پژواک ٥٠ خبريالان هڅه کوي، چې د کانونو عوايدو، د کانونو د استخراج د څرنګوال، پر چاپيريال د استخراج اغيزې، د کانونو صنايع، د کانونو صادرات، د کانونو قاچاق، د کارګرانو ساتنه، په کانونو کې د کارګرانو د بوختيا څرنګوالى،  د دوى پر ورځني ژوند د هغې اغېزې او د خلکو غوښتنې، تر پوښښ لاندې راولي.

 پژواک خبري اژانس اوسمهال يوه پنځه کسيزه ډله استخدام کړې چې د کانونو په برخه کې د تخصصي ژورناليزم اصولو ته په پام سره د راپور ورکولو په برخه کې د دوى مسلکي مهارتونه لوړ کړي او هغوى ته عملي او نظري روزنه ورکړي.

دې ډلې ته به د شپږو مياشتو لپاره روزنه ورکړل شي او ورپسې به يوه بله ډله استخدام شي، ترڅو د کانونو په برخه کې د راپور جوړولو لپاره د متخصصو کسانو شمېر زيات کړي.

د يادونې ده، چې پژواک خبري اژانس په پام کې لري، په راتلونکې يوه مياشت کې د “کانونه ” په نوم يوه مجله هم په درېيو ژبو (پښتو، دري او انګليسي) خپره کړي، چې د کانونو په اړه به عمومي معلومات ولري او ددې ترڅنګ به په ١٣٩٣ لمريز کال کې د کانونو په برخه کې د شته ستونزو او لاسته راوړنو په اړه “ملي کنفرانس” راوبولي.

 د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل وايي، چې دوى خپلې لس کلنې تجربې ته په پام سره پرېکړه کړې، چې د افغانستان د ټاکنو او کانونو په څېر مهم مسايل په ژوره توګه وڅاري او په اړه يې تحقيقي او تخصصي راپورونه خلکو ته وړاندې کړي.

پژواک خبري اژانس يوه خپلواک رسنۍ ده، چې مرکزي دفتر يې په کابل کې دى او په ډېرو ولايتونو کې ساحوي دفترونه او مسلکي خبريالان لري.

دې اژانس خپل فعاليت په ١٣٨٣ لمريز کال کې پيل کړى چې په تېره يوه لسيزه کې يې د هېواد لپاره ښې لاسته راوړنې درلودې.

 

 

  

Related Topics